د غوایی ۷ او ۸ د افغانستان د تاریخ دوه تورې ورځې دي چې د هیواد هر وګړی له دې دوه ورځو ډول ډول نه هیریدونکې ترخې خاطرې په خپل ذهن کي لري.
د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایی ۷ نیټه وه چي شهید سردار محمد داود خان له ټولو وزیرانو سره د وزیرانو شورا په جلسه کی ناست وو او د کورنۍ غړي یی هم ورسره په ارګ کی وو چی مرحوم داود خان ته خبر ورسید چی کودتا شوی، له ځیني سفارتونو څخه سردار ته زنګونه ووهل شو چي که غواړۍ مونږ درته پناه درکولی شو خو زړور سردار ټولو ته په قهرجنه لهجه ځواب ورکړ، چي څنګه کولی شي په خپل هیواد کی په یوه پردي سفارت کی پناه واخلی، او دکابیني غړو ته وویل چي څوک غواړی لاړ شي لار ورته خلاصه ده او خپله له ټولی کورنۍ سره په وحشیانه ډول ووژل شو.
د غوایی ۷ د افغانستان په تاریخ کی د بدبختۍ او په بیلابیلو نومونو د بیګناه افغانانو د وژنی د پیل ورځ ده، کمونیستانو د شرقی دجال په مرسته واک په لاس کي واخیست او ددوی په وینا غوښتل یی د سوسیالیستی نظام په کاپی کولو سره له افغانستان څخه جنت جوړ کړی، او روسانو هم په افغانستان خپله لوبه پیل کړه او افغاني کمونیستان یی په دوه برخو خلق او پرچم وویشل چي په خلق څانګه کی یی ډیري پښتانه وو او په پرچم څانګه کی یی ډیري تاجک او نور قومونه وو، په زرګونو افغانان یی په بیلابیلو نومونو وځورول او شهیدان کړل، په خپلو کی هم سره جوړ نه وو یو پر بل یی کودتا ګاني وکړی او یوبل یی هم سره ووژل، په حقیقت کی د اووم د ثور په پایله کی د افغانستان حکومت او د هیواد ټول مروج اداری سیستم له منځه لاړ او واک ټول انقلابی شورا ته ولیږدید او دوی دداسی ریفورمونو او اصلاحاتو پیل وکړ چی ټولنه یی منلو ته په فکری لحاظ چمتو نه وه.
چي ددوي د ظلمونو په پایله کی په میلیونونو افغانان د خپل ټاټوبی پریښودو ته اړ شول او له هیواده وتښتیدل، او د هیواد په ګوټ ګوټ کی افغانان یوبل پاڅون ته تیار شول. چي په پایله کي غربیانو او دهغوی عربی متحدینو ته د پاکستان په شمول یو طلایی فرصت لاس ته ورغلی وو له مجاهدینو سره هرډول مرستی ته تیارشول او د افغانستان خلکو ته یی اعلان وکړ چی هیواد کفارو اشغال کړی مونږ درسره مرسته کوو تر څو بیرته یی لاس ته راوړۍ.
وروسته له کلونو خونړۍ مبارزی د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د کمونیستانو وروستی حکومت وپرځیده او د غوایی پر اتمه مجاهدین په دی بریالی شول چی د افغانستان واک ترلاسه کړي. که څه هم د یادونی وړده چي ډاکټر نجیب الله د خپل حکومت په دوران کی ډیره هڅه وکړه تر څو له مجاهدینو سره خبرو ته کینی او هیواد له یوی بلی لویی غمیزی او د ګاونډیانو په ځانګړی توګه پاکستان او ایران له لوبی وژغوری خو بریالی نشو او د نړی هیوادونو هم ورسره په دی برخه کی لازمه مرسته ونکړه او دملی روغی جوړی طرحه ناکامه شوه.
او افغانستان کی د واک لیږد ISI ته وسپارل شو تر څو مجاهدین په سولییزه توګه قدرت واګی په لاس کی واخلی خو پاکستان ټولی هڅی داوی تر څو مجاهدین د قدرت پر سر خپلو کی سره وجنګوی او د هیواد ټول شته تالا ترغۍ کړی. چي همداسی وشول مجاهدین هیڅکله هم د نظام د جوړښت پرسر سره جوړ نه شول. او د مجاهدینو لاسپوڅی حکومت چی ISI په اداره کی جوړ شوی وو، یو له بل سره ونښتل او پر هيڅ شی یی رحم ونکړ کابل په کنډواله واوښت، او دهیواد ملی شتمنی تالا شوی او ټول ملی بڼسټونه له منځه ولاړل د هیواد اردو یی له منځه یوړه او ټانکونه، توپونه، طیاری او ټول تجهیزات یی خپل بادار ته ډالۍ کړل، د کابل په هر څلورلاری کی بیلابیل حکومتونه وو، د افغانستان دخلکو د جهاد آرمانونه له خاورو سره خاوری شول، او مجاهدینو ونشو کولای چی یو ملی اسلامی دولت چی دټولو آرمان وو جوړ کړی.
د غوایی د اوومی او اتمی په پایله کی یونیم میلیون افغانان شهیدان په میلیونونو ټپیان او مهاجر شول، دواړو خواوو کومي وعدي چی یی خلکو ته ورکړی وی او آرمان یی درلود په عمل کی ترسره نشوای کړی، ځکه چی له دواړو خواوو شرق او غرب د خپلو ګټو لپاره ملاتړ کاوواو استعمالول یی. او تراوسه دواړه خواوی خپل خوځښتونه او کړنلاری په حقه او خپل سرلاری اتلان ګڼی، خو له دواړه خواوو ځانګړو هیوادونو خپلی ګټی ترلاسه کړی او افغانان تراوسه ددوی د کړو عملونو رنځ ګالي.
د افغانستان اوسنۍ ستونزی چي مونږ ورسره لاس او ګریوان یو، د حل یواځنۍ لاره یی داده چی ټولی پخوانۍ کیسی له یاده وباسو او ټول ګوندونه او سیاسی اړخونه د یو بل منلو او زغملو ته تیار شی او ټولی خواوی تر هرڅه مخکی د هیواد ملی منافعو ته لومړیتوب او ارزښت ورکړی او ټول د هیواد دآبادۍ او پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړي.
د غوایی اووم او اتم قضاوت به تاریخ او راتلونکی نسل ته پریږدو، پریږدۍ چي تاریخ ددی ټولو وژنو، وحشتونو او چور او تالان په هکله پرته له تعصب څخه پریکړه وکړي.
په اخر کي ټولو بیګناه انسانانو ته چی په تیرو څلورو لسیزو جګړو کی یی شهیدان شوی، ټپيان شوی او یا یی تر اوسه خپلوان ورک دی که په هره خوا کی وو تسلیت وایو.
او را ځۍ چي د هیواد د پرمختګ او ښیرازۍ لپاره مټی راونغاړو او پرینږدو چی له دی وروسته هیڅ افغان درد او رنځ ووینی او یا په پاکستان، ایران او نورو هیوادو کی مزدوری او د حقارت ژوند وکړي.
د یو آزاد، پرمختللی او سوکاله افغانستان په هیله!