انیس حلیم
 لیکوال: لالي ډاسکل –
ښه رهبران ځېنې ځانګړتیاوې لري، چې په وسیله یې کولای شي ستونزې په ښه توګه حل او له منځه یوسي.
که مونږ وغواړو چې ښه رهبري وکړای شو او یا لږ تر لږه د بریالیو رهبرانو په څېر ووسو، باید د هغوی تګلارې تعقیب کړو.
دغه کار دومره ساده هم ندی، خو که موږ وغواړو چې له نورو څخه په ښه او اغېزمنه توګه مخکې تګ وکړو، باید لاندې لس ځانګړنې ولرو او پلي یې کړو.
۱- د کار د پایلې لازمي تصور او وړاندوینه کول: 
غوره رهبران تل د راتلونکې د ښه کیدلو په اړه فکر کوي؛  دوی د هغه څه روڼ تصویر ویني کوم چې په راتلونکې کې یې ترسره کول غواړي، تل راتونکې ته هیله من اوسي او د ماضي په اړه زړه نه خوري .
۲- په څرګند او ډاډه ډول خپلې موخې او پلان نورو ته تشریح کول: 
بریالي رهبران خپل پلانونه په ښه توګه کولای شي نورو ته وړاندی کړي؛  د راتلونکې ښه تصور او مثبت بدلونونه ورپه ګوته کړي.
 دوی په ډېر ډاډه زړه د خپلې رهبرۍ کړنلارې خپلو مینه والو او ملاتړو ته تشریح کوي.
۳- په خپل شخصیت حاکم اوسېدل: 
ښه رهبران هېڅکله د ستونزمنو حالاتو سره تغیر نکوي؛ دوی حالاتو په کتو ستونزو ته د حل لار لټوي او د لمنځه یې وړي، پدې ډول د خلکو باور پر ځان زیاتوي.
۴- متواضع او خاکساره اوسېدل: 
پیاوړي مشران پدې راز ښه پوهیږي، چې هېڅ پرمختګ او بریالیتوب پرته له زړه سواندۍ او تواضع څخه ممکن ندی؛  دوی خپلې غلطۍ او سهوې مني او هر راز نقد او نظر ته په درنه سترګه ګوري. دوی تل د نویو نظریو د موندلو په هڅه کې وي.
۵-  راتلونکې ته زیر او هیله مند اوسېدل:  
ښه رهبران تل په پایلې ډېر تمرکز کوي؛ دوی د هرې ستونزې د حل لپاره څو تګلارې او حل لارې جوړوي، له خپلو نظریاتو څخه د بل چا د سالم دلیل پرته نه منصرف کېږي او تل نور ځان سره په بریالیتوب کې شریک شمېري.
۶- په کاري ساحه کې جدیت او زړور اوسېدل: 
بریالي رهبران تل د نوښت په لټه او په  ترسره کولو کې یې وي؛  دوی هېڅکله ستونزو ته نه تسلمیږي، هر هغه څه چې د باور په ترلاسه کولو سره یې لاسته راوړي په ریښتیني ډول سرته رسوي او تل د حالاتو او پایلې په ترڅ کې ځانته یو مناسب حالت غوره کوي.
۷- د پلانونو جوړول او سره هماهنګ کول:  
پیاوړي رهبران تل ستر هدف ته د نورو کوچنیو اهدافو په ترسره کولو سره ځان رسوي؛ دوی د سترو ستونزو د لمنځه وړلو په موخه لومړی کوچنۍ ستونزې حلوي او پدې ډول بریالیتوب خپلوي.
۸- ستراتیژیک فکر لرل:
بریالي رهبران راتلونکي ته خورا هیله من وي. او پر وړاندی یې هرډول فشار او ستونزې ته ځان اماده کړی وي؛ دوی هغه څه چې ترسره کوي، فکرا یې نتیجه له وړاندی ارزولې وي او راتلونکې ته یې  په سیاسي، اقتصادي او ټولو ستراتیژیکو پلانونو په جوړولو سره واټن کموي.
۹- هوښیارتیا او د پلان د تطبیق تعقیبول:
ښه رهبران تل له خپلو تیرو شویو ستونزو زده کړې کوي؛ دوی د اړوندو خلکو کړنې څاري او په اړه یې پلټنې کوي. او په همدې اساس یې د مجازات او مکافات اصل په پام کې نیسي، له کارکوونو سره د هغوی د هڅو مطابق رویه کوي پرته لدې چې زیان وویني.
۱۰- له هر راز بدبینیو څخه لېرې اوسیدل او حوصله کول:
پیاوړي مشران تل د خپل روڼ اندۍ او مثبت ګرایۍ په درلودلو سره د ځان په اړه هیڅ ډول تشته نه پریږدي؛ دوی خلک د خپلو پلانونو او کړنو په اړه  په ډېره ښه توګه پوهوي، چې څه  او پلانونه یې څه دي؟
د خلکو نظریاتو ته اهمیت ورکوي او پدې توګه ځان هدف ته رسوي؛ غوره رهبران تل د ولس ستونزې خپلې ګڼي او د حل په موخه یې په ریښتیني ډول هڅه کوي.
که چېرته مونږ وغواړو په خپله اداره او یا مشرۍ کې بریالي او د پخوا په نسبت د مثبت تغیر موندونکي ووسو، باید دا ذکر شوي او دېته  ورته نور ډیری مهم اصول په خپلو پلانونو کې پلي کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *