سره له دې چې يخ خزان دى او سوړ ژمى شېبه په شېبه را نږدې کيدونکى دى، خو زموږ د ولس د ډېرو وګړو په زړونو کې د تاند پسرلي احساس ورځ تربلې را ژوندى کيږي ، هر وګړى که څه هم د خزان ساړه بادونه د سر په سترګو ويني خوفکر کوي چې يو زرغون او له ډېرو برکتونو ډک بهار په مخکې لري، که د کابل ښار په شاوخوا کې نظر وکړو، ډېرو خلکو د نوى منتخب حکومت تر جوړيدو وروسته د کورونو او نورو ودانيو په جوړولو پيل کړى او د معمول خلاف په خزان کې پسرلين چاپېريال تر سترګو کيږي، د سوداګرۍ له چارو نيولې ان تر مدني خوځښتونو پورې هرڅه په نوې بڼه پيل شوي، په ښوونځيو او پوهنتونونوکې درسونو په نوي رنګ زور نيولي او په دولتي اداراتو کې له لوړ پوړو چارواکو پرته د ټولو کارکوونکو سره په زړونو کې د کار او پرمختګ هيلې زياتې شوې دي، ځکه چې اوس خلک په دې باوري شوي چې يو فعال، کارکن اوباتجربې شخص د افغان ولس د مشر په توګه لري چې د دوى ډېرو ستونزو ته به د امکان تر بريده ځواب ويونکى وي، خو له دې ټولو سره سره زموږ د ولس له هر وګړي سره د راتلونکې کابينې په اړه يو لړ پوښتنې موجودې دي او انديښنه لري، چې د افغانستان راتلونکې کابينه به له څه ډول کسانو جوړه شي؟ ايا دا کابينه به هم د مصلحتونوپربنسټ وي، ايا راتلونکې کابينه به له مافيايي او زورواکيو له اغيزو پاکه وي ؟ دا هغه پوښتنې دي چې په حجرو، ديرو او عامو مجلسونو او دفترونو کې د خلکو ترمنځ پرې نن سبا ډېرې خبرې او بحثونه کيږي، خو ډېرى افغانان په دې تمه دي چې ولسمشر اشرف غني غواړي د ځان په څېر پوه او عالم خلک د افغانستان د کابينې غړي شي ځکه چې نوموړى په خپله دنده کې چټک او تيز کاره سړى دى او نه غواړي په خپله شاوخوا کې داسې کسان راټول کړي چې د ده د حکومتي چارو د پڅ والي سبب شي او د ده د فعال حکومت په چوکاټ کې نوموړي ته سرخوږى جوړشي. په هر حال که چېرې ولسمشر غني د دولت په وزارتونو او ولايتونو مسلکي اونوښتګر کسان وګوماري، شونې ده، چې ولس له موجودو ډېرو بدمرغيو وژغورل شي ، ځکه چې له دې وړاندې د ښاغلي کرزي د حکومت ډېرى وزيران او واليان يا خو به د مصلحتونو له مخې مقررېدل يا به هغه کسان وو، چې د تحصيل کچه به يې کمه وه، خو ولسمشر ته د کمپاين يانورو وسيلو له امله نږدې شوي وو، همدا لامل ؤ، چې افغانستان په نړيواله کچه د فساد په لومړۍ درجه کې راغى او نا امنيوزور واخېست، لوړې څوکۍ په تېره بيا ولايتي ښاروالۍ او هغه څوکۍ چې دعايد تمه ترې کېده په پيسو پلورل کيدې، ډېرى پوه او مسلکي ځوانان يا خو بې کاره ګرځېدل يا يې د غير مسلکي کسانوتر مديريت لاندې په ټيټو څوکيو کار کاوه چې له راز راز ستونزو سره به مخ و، آن داچې ډېرى دا ډول مسلکي ځوانان به د خپلو مشرانو د دسيسو ښکار کيدل او پدې خاطر به له دندو لېرې کيدل څو د دوى ځاى ناستي نه شي او د دوى ګټې په خطر کې وانه چول شي… اوس چې ولسمشر ډاکټر اشرف غني د نوې کابينې د جوړولو په هڅه کې دى د ولس يواځينى ارمان د يوې غوره کابينې جوړول دي چې د شونتيا په صورت کې يې افغانستان له موجوده ستونزو خلاصيدلى شي او که خداى مکړه داسې ونشول او د تيرې کابينې په څېر کابينه رامنځته شي نو ولسمشر غني به په يواځې تن ونشي کړاى چې په خپل هوډ کې بريالى شي او افغانستان له موجودو ستونزو او کشالو وباسي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *