تاند، پنجشنبه د چنګاښ ۲۷ مه: ټاکل شوې چې د غور ولایت د امنیتي ګواښونو د ځپلو لپاره د سیمه ییزې اردو تشکل او په فعالیت پیل وکړي.
راپورونه وايي، دا مهال د غور د فیروزکوه ښار لودیځو سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو د فعالیتونو مخنیوي لپاره خلک راپورته شوي او د خپلې سیمه ییزې اردو جوړولو ته یې مخه کړې ده.
د غور د ولایتي شورا یو غړی عبدالحمید ناطقي وايي، ځينو سیمو کې سیمه ییزه اردو جوړه شوې، خو ځینو نورو سیمو کې د دغه پوځي قطعاتو د جوړولو هڅې روانې دي، تر څو د ولس له منځه ورته ځوانان جذب شي او حکومت به یې امتیازات هم ورته وټاکي.
د غور ولایتي ادارې هم د دغې خبرې تایید کړی دی او وايي حکومت غور ولایت کې د سیمه ییزې اردو په تشکیلاتو بوخت دی.
د غور د والي ویاند حمیدالله رادمنش وايي، په دې طرحه باندې د ولایت نظامي شورا کار پیل کړی دی او جزیات به یې وروسته خپاره شي.
دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې د غور ساغر، دولتیارو، شهرک، تولک او تیوره ولسوالۍ کې د طالبانو فعالیتونه او بریدونه زیات شوي وو.