۱۳۹۳ د مرغومي ۲۷
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې تېره شپه شاوخوا ۸ بجې د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ د پوهنې آمریت د سواد زده کړې مدیر احمد د حاجي محمد زوی په داسې حال کې چې له جوماته د کور په لوري روان وو، د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري په شهادت ورسېد.
شهید احمد ۳۸ کاله وړاندې د غور ولایت د ساغر په ولسوالۍ کې زېږدلی او د خپل عمر ۸ کاله یې د هېواد د بچیانو په روزلو کې تېر کړي دي.
مرحوم استاد احمد له تېر یو کال راهیسې د یادې ولسوالۍ د سواد زده کړې مسوولیت پر غاړه درلود او په پوره صداقت او ایماندارۍ یې خپله دنده پرمخ وړله.
د پوهنې وزارت رهبري د مرحوم استاد احمد وژنه په کلکه غندي او د لو خدای (ج) له سپېڅلي دربار څخه نوموړي ته د فردوس جنت هیله کوي، پاتې کسانو او خپلوانو ته یې د زړه صبر غواړي.
دغه راز وزارت له امنیتي ارګانونو په ټینګه غواړي، چې د یادې پېښې عاملین ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست