تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲مه: د غور مدني فعالانو په دغه ولایت کې د اعتراض په ډول پنځوس دولتي ادارې تړلې دي.

فعالان اعتراض لري چې حکومت د ۱۳۹۹ مالي کال په بودیجه کې د غور لپاره کافي انکشافي بودیجه نه ده ځانګړې کړې.

د غور مدني فعال نثار احمد کوهین تاند ته وايي، دوی له تېرې ورځې راهیسې د دولتي ادارو په تړلو پیل کړی او هرې ادارې ته یې جندره اچولې ده چې د ولایت مقام اداره هم له دغه فعالیت څخه استثنی پاتې نه شوه او دروازه یې وتړل شوه.

نوموړی وايي، فعالان په دغه ولایت کې د کابل- غور- هرات د لویې لارې جوړېدل او د اوبو د یو بند جوړېدل غواړي چې حکومت ورته هیڅ توجه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په غور ولایت کې د ۱۳۹۹ کال د بودیجې په اړه اعتراضیه لاریونونه پیل شوي دي او ځايي خلک له حکومت څخه غور ولایت ته ځانګړې پاملرنه غواړي.

One thought on “د غور فعالانو د ولایت مقام په شمول ۵۰ دولتي ادارې وتړلې”
  1. د وړوکی ننګرهار مشرانو تاسی ولی چوپ یاست۰
    د ننګرهار د برق دپاره کوم فکر نه کوی۰
    تاسی ولی د کنړ په سیند دبرق فابریکی پوشتنه نه کوی۰ چینایان یوه پروژه هم عملن نه جوړوی۰
    لږ دی د اوبو او برشنا د وذارت باندی فشار راوړی۰ د ټولو ولا یاتو مشران چه ارګ ته ورشی نو د خپل
    ولایت د ابادی او پروژو پوشتنه له اشرف غینی نه کوی۰ مګر د ننګرهار چاپلوس او مخافظه کار مشران د اشرف غنی
    صفت او چاپلوسی کوی۰
    ایا د اشرف غنی په پنزه ۵ کالو کسی کوم کار ننګرهار ته کړای دی۰
    دګلاغا شیرزی را وروسته خیاطاله/عطاله/کندوزی کوم کار شودلای شی۰
    کله ظاهر قدیر دوست کړی او کله مسلیم یار۰ تفرقه واچوه او خکومت وکړه۰
    دا د وخت اړتیا ده- زمونږ خویندی به ډیر زخمت ډوډی پخوی۰
    بامیانو خلک په زور خپل ولس ته برق راوړو۰
    مننه ستاسی د بیداری به هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *