تاند- په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویندوی وايي، له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو هیڅ پلان نه لري.
ډوید بټلر نن /دوشنبه/ وویل، تراوسه پورې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د کمولو یا له دې هیواده د ځواکونو د ایستلو په اړه پر هیڅ پلان خبرې نه دي شوي او نه کوم داسې پلان مطرح شوی دی خو سیاسي خبرې به دوام لري.
د غوڅ ملاتړ ماموریت ویندوی وویل چې د افغانستان له خلکو سره ګډې ګټې لري او هغو ته ناټو ژمنه ده.
د ناټو ویندوی همداراز وویل، تر څو چې طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شوي نه وي، پر دې ډلې به پوځي فشارونه دوام وکړي.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي خو د دې ترڅنګ د امریکا خاص ځواکونه د افغانستان له کومانډو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او داعشیانو پرضد په عملیاتو کې برخه اخلي.
دغو ځواکونو په وروستیو کې د طالبانو او داعش پر ضد چاپې زیاتې کړي او د راپورنو له مخې طالبانو ته یې زیاتې مرګ ژوبلې اړولي دي.
د دغو عملیاتو په لړ کې په وروستیو ورځو کې د هلمند په سنګین ولسوالي کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.