ليکوال : مفتي احمد نوري ضيائي
داچه نن ورځ دحنفی مذهب ضدکسان يعنی غيرمقلدين زياتيږي اوپه مختلفونومونوباندى دغه غيرمقلدين را وړاندي کيږى لکه اهل حديث ،اهل توحيد ، موحدين ، وهابيه ، سلفيه ، پنجپيريه ، اوداسي نوراود مختلفو حکومتونو ، موسسواودمختلفومنابعولخواحمايه کيږى اوتمويليږى ددې تر شادوه ډيرخطرناکه هدفونه سته .
اول هدف : مسلمانان پر پخپلو علماوو اوپر خپلوتيروسوواکابرينوباندى بې اعتماده کول , ددې لپاره چي په آخر کي خلګ پراسلام بې اعتماده سي اوداسلام دين په دې شکل باندي ياختم سي ياکمزوره سي , تفصيل يى دادى چي په اول قدم کي دغه غيرمقلدين دزيارتونوپه هکله اودتعويذونوپه هکله اودحنفي لمانځه دترتيب په هکله مسلمانان دعقيدوي سوالونوسره مخامخ کوي اوورته وايى چه ته خومسلمان يى بايددالله تعالىY څخه حاجت وغواړي نوزيارت ته دڅه لپاره ځې؟ اوتعويذولي په غاړه کوي؟ اوورته وايي چي دغه لمونځ چي ته يې کوې داخوپه بخاري شريف کي په بل ترتيب راغلى دی نوآيابخارى شريف صحيح کتاب نه دى ؟ نوساده لوحه مسلمان اودديني اومذهبي اصولواوتفصيلاتوڅخه ناخبره مسلمان دخپل اسلام دميني اومحبت په خاطردې خبري ته ښه متوجه سي اودابېره ور ته پيداسي چي داسي نه وي چه رښتياهم زه به ناخبره يم اوپه شرک به اخته سوى يم , وروسته په دوهم قدم کي صراحةًدشرک فيصله کوي اودحنفي مذهب دلمانځه دترتيب دغلط بللوفيصله کوي او ور ته وايي چه څوک زيارت ته ځي نوهغه مشرک دى ولي هلته په زيارت کي بيادى حاجت دزيارت څخه غواړي اوکه چاتعويذپه غاړه کړ هغه کافردى اودحنفي مذهب لمونځ غلط دى ولي چه دبخاري شريف څخه خلاف دى , اوکله چه ساده مسلمان اوعامى سړى په دې خبره هم قناعت وکړي اوخپل دلمانځه ترتيب يې هم بدل کړي اوپه زيارت اوتعويذباندي يې دکفرفيصله ومنل نووروسته په دريم قدم کي ورته وايي چي په پخوانيو خلګو کي چي هرچاداکارونه کړي وي هغه هم مشرکان دي نوساده مسلمانان چي وگوري اوخپل پلاراونيکه اونوروطنوال ورپيادسي چه هغوى خوهم زيارتونوته تلل نوپه ډيرجرأت او گستاخۍ سره ووايى چي زمامور ، پلار اود وطن خلګ ټوله مشرکان اوکافران تېر سوي دي وروسته په څلورم قدم کي چي دپخوازمانې هرڅه علماءکرام اومشايخ تېرسوي دي نودهغوپه تاريخونو کي او مناقبو کي خوراغلي دي چه فلانى دفلاني زيارت ته تللى وونوپرهغوټولوباندي دمشرکانوفيصله صادره کړي په آخرى قدم کي نوداويل کيږي اودا نيتجه راوزي چي ددين اسلام احکام هيڅ اعتبارنه لري ولي چيداخوټوله موږته دمشرکانوپه وسيله را رسېدلي دي (نعوذبالله) ولي هيڅ يو حديث اويوآيت اويوحکم داسي نه پيدا کيږي چه داوس څخه شروع بيا تر صحابه مبارکانوپوري دي دداسي خلګو له خوارارسېدلی وي چي هغوى دي ټوله غيرمقلدين وي ياددوى په اصطلاح چه شرک يې نه وي کړى ، اوهمدارازکله چي دحنفي لمانځه ترتيب غلط وبلل سي نودلکونواوميليونونوتيروسووحنفي علماوواومصنفينولمونځ غلط سواوهغوى په بخاري شريف ناخبره ثابت سوه نوکله چه دهغوى لمونځ درست نه وونونوري خبري به يې څرنگه درستي وي؟ اوهرڅه احکام اومسايل چه دهغوپه وسيله ترموږه پوري را رسېدلي دي هغه غلط وبلل سول وليچيدهغولمونځ لاصحيح نه وونونوراحکام به يې څه صحيح وي اودغه پنځم قدم لاتراوسه نه دى اخستل سوى , ولي چي څونه خلګ اوڅونه تعدادمسلمانان اړول چه ددې غرض لپاره په کار دی هغه تعدادتر اوسه نه دى پوره سوی اوكله چي پوره سي نوداقدم به هم واخلي نوټولو مسلمانانوته په کارده چه په اول قدم کي بايد د دغه پروگرام مخنيوی وکړي اوزيارت ته تلل اوتعويذپه غاړه کول اودحنفي لمونځ صحت په واضحه توگه دقرآن اوحديث اودصحابه کرامواوتابعينوپه اقوالوسره په ښه وضاحت سره ثابت کړي اوټوله خلګ په خبرکړي .
دوهم هدف : ټوله اسلامي مملکتونه خصوصاًافغانستان په يوخطرناکه ، لاعلاجه اودوام داره داخلي جنگ باندي اخته کول , اودهغه تفصيل دادى چه اول دوى کوشش کوي اوخلګ په خپلوفاسدوخبروقانع کوي اوپه خلقوکي داتبليغات کوي چه څوک زيارتونوته ځى يات��ويذونه په غاړه کوي نوهغه مشرکان دي اودحنفي لمانځه طريقه غلطه ده اودحديثونو څخه خلاف ده اوکله چي کافي تعدادخلګ ددوى نظرته راواوړي اوپه دې عقيده سي چه هرڅوک زيارت ته ځي نوهغه مشرک دى نو كله چي دوی موقع مناسبه وبولی, نوبيادافيصله کوي چه دمشرکانوسره خوجهادکول لازم دى اودمشرک وژل خولوى عبادت دى اودهغومالونه اخيستل حلال دي اومذهبى خلګ به دخپل ځان اومال ودفاع ته مجبوروي نوپه مابين کي به قتل وقتال روان وي اوکفاربه بېغمه ناست وي اوخوشحالي به کوي تاسي وگورۍ چه دوى پرمسلمانانوباندي دقبوريينونوم ايښى دى اوپه ډيرصراحت سره يې په کتابونوکي ليکلي دي چه دغه قبوريين ترابوجهل ، عتبةاوشيبةزيات مشرکان دي اوکله چي دوى ته معلومه سي چي اوس نوموقع برابره ده نوبيابه دغه دجهاداودوژلوفتوا گانى صادري کړي اوددوى خلګ به راځي اوپه ډېرشوق اوذوق به جنگيږي اوخپل ځانونه به غازيان اوشهيدان بولي اونوربه مشرکين بولي اوداسي مشرکين به يې بولي لکه دپخوازمانې دقريشو بت پرستان اوځانونه به داسي مجاهدين بولي لکه صحابه کرام ? .
اسلام علیکم
اول زه په یوه عظیم افتخار سره وایم چي زه یو سوچه سلفی عقایدو وا لا یم ، په د مورد کې نه شرمیږم او نه ډاریږم شپه او ورځ ددی لپاره د عوت هم چلوم او الحمد الله ډیر ملګری هم لرم، او دا ډیر اوږد بحث دی چی سړی یو او بل ته قناعت ورکوی خو په ټوله که دا وایم چه د ټول جهان په سطحه دا خلک (غیری مقلیدین) د باطل پرستو لپاره تندر او د سترګو اغزی دی ، او کوم څه چی ستا ویلی دا د یوه مفتی د شان سره مناسب نه دی او زه ستا ته هم دعوت درکوم چه ضد او عناد مه کوه تحقیق وکړه او هر شی هره خبره په مستندو دلایلو قبلوه په تا ویلی ما ویلی پسی مه ځه او د الله رب العزت نه دوعا هم غواړه .