تاند- د یوې تازه څېړنې له مخې، هغه نوي زېږېدلي ماشومان چې سرونه یې غټ وي، ذکي وي.

اندیپنډنت ورځپاڼې /دوشنبه/ وویل، څېړونکو په ښوونځیو کې د ماشومانو د زده کړو نتیجې سره پرتله کړې او ورته څرګنده شوه چې د تکړه زده کوونکو د سرونو اندازه د زوکړې په مهال په نسبي ډول لوی ول.

په پرمختللیو هیوادونو کې له زېږېدو سره سم ماشوم تلل کېږي، د سر او ونې (قد) اندازه یې اخیستل کېږي.

ساینس پوهانو د جینونو، آی کیو او روغتیا ترمنځ د اړیکو په باب څېړنه کوله چې د ماشوم د سر د لویوالي او د هغه د ذکاوت ترمنځ ارتباط یې ومونده.

دوی وايي چې په دې څېړنه کې یې د بریتانیا په بایو بانک کې د ثبت شویو یولک تنو د سرونو د اندازې په اړه معلومات سره پرتله کړل.

دا کسان اوس د ۳۷ او ۷۳ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *