داقتصاد وزارت په نوښت داوسنۍ عصري تکنالوژۍ نه په ګټه اخستنه  دغیر دولتي موسساتودمعلوماتو دثبت او چارو دلامعیاري کیدو په موخه مرکزي ډیټابیس پرانستل شو .

ددغه ډیټابیس دچارو دپیل په غونډه کې داقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال د دغه وزارت مسلکي مرستیال پوهنمل حکم خان حبیبي ،دډيټابیس تخنیکي غړیو او په هیوادکې دغیر دولتي موسساتو استازیو ګډون کړی وو.

داقتصاد وزارت مسلکي مرستیال پوهنمل حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې وویل ددغه ډیټابیس په واسطه به دټولو غیر دولتي موسساتو دمسولیتونو ،چارو دځانګړنو ،او فعالیتونو په اړه معلومات ثبت وي ، چې په انلاین توګه به دنړۍ په ګوډګوډ کې لوستل کیږي  .

ښاغلي  حبیبي زیاته کړه له دې وروسته به غیر دولتی موسساتو اسانۍ سره دخپلو کړنو راپورونه داقتصاد وزارت سره شریکوي ،او ده همدې لارې  یو څه معلومات هیوادوال هم کتلی شي .

ده زیاته کړه ،دغه ډیټابیس به دجي پی ایس نقطه ولري چې دټول هیواد په هره برخه کې به دروانو پروژو په اړه، په انلاین ډول هره شیبه هیوادوال دپروژو دچارو او فعالیتونو خبروي .

حبیبي وویل ددغه ډیټابیس (یو زر) یا دکارونې کیلي به ټولو غیر دولتي موسساتوته ورکوي او دمخابراتو او اقتصاد وزات ته سره به یې ورکړي معلومات محفوظ وي .

په دوهمه برخه کې داقتصاد وزارت مسلکي مرستیال دغیر دولتي موسساتو راغلیو استازو ته پدې اړه راولاړو شویو پوښتنو ته ځوابونه وویل او ډاډ یې ورکړ چې له دې لارې به دیو قوي نیټورک او همغږۍ لپاره هڅې لا ګړندۍ کړي .

ورپسې داقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال ددغه ډیټابیس په جوړولو خوښی وخوده او هیله یې څرګنده کړه چې ددغه ډیټابیس جوړول به دهمغږۍ په برخه کې ګټور تمام شي .

دیادونې وړده چې ددغه ډیټابیس په واسطه  به له یوه اړخه دچارو په ترسره کولوکې اساني رامنځته شي او له بله پلوه به دوخت دضایع کیدو مخه ونیول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *