تاند- د کندوز د خان اباد ولسوالۍ یو خپلسری قوماندان د تالقان په روغتون کې له اوږدې محاصرې وروسته امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.
قوماندان نوید خان ابادي، چې د غیرمسوولو وسله والو په لرلو، د خلکو په ځورولو او نورو بشري ضد اقداماتو تورن دی، تر نیول کېدو څو ورځې مخکې په خان اباد ولسوالي کې له امنیتي خواکونو سره له نښتې وروسته تخار ته وتښتېد.
نوموړی د تالقان په یوه روغتون کې له خپلو یو شمېر وسله والو سره د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شو او له دوو ورځو وروسته تسلیم شو.
د تخار امنیه قوماندانۍ نن /یکشنبه/ وویل چې قوماندان نوید له خپلو ۶ وسله والو سره په تالقان ښار کې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.
د ده د نیولو په عملیاتو کې د تخار او کندوز ولایتونو د امنیه قوماندانۍ او همداراز خاص ځواکونو برخه لرله.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویندوی وايي چې دوی غوښتل چې د قوماندان نوید د نیولو په عملیاتو کې چا ته زیان وانوړي ځکه نوموړی په ځنډ ونیول شو.
د راپورونو له مخې، قوماندان نوید له ۱۰ کلونو راهیسې په خان اباد ولسوالي کې د غیرمسوولو وسله والو قوماندان دی خو ځان پاڅونوال بولي.
د افغانستان حکومت په وروستیو کې د غیرمسوولو وسله والو خلاف اقدامات زیات کړي دي.