تاند- په داسې حال کې چې یو شمېر هزاره ګانو نن /دوشنبه/ هم د یوه غیرمسوول قوماندان علیپور د نیول کېدو په اعتراض کې مظاهرو ته دوام ورکړ، د کورنیو چارو وزارت غوښتنه وکړه چې عدلي او قضايي اورګانونونه دې پرېښودل شي چې د نوموړي په اړه پرېکړه وکړي.

په همدې حال کې د ملي امنیت ریاست وویل چې علیپور د دوی ځواکونو نیولی ځکه چې په جنایتونو تورن دی.

د کورنیو چارو امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، پکار ده چې قضايي اورګانونه فیصله وکړي چې ایا علیپور بېګناه دی او که ګناهکار.

ښاغلي ابراهیمي همداراز وویل، ځینو مظاهره چیانو پرون /یکشنبه/ د قانون سرغړونه او په حقیقت کې بلوا وکړه.

د کورنیو چارو مرستیال وزیر په تکرار دا خبره رد کړه چې ګنې لومړی پولیسو د مظاهره چیانو خوا ته ډزې کړي. «پر مظاهره چیانو ډزې نه دي شوي، پولیسو یوازې هوايي ډزې کړي دي.»

د کورنیو چارو وزارت معین دا هم وویل چې که پولیسو ډزې کړې وای یو څوک به وژل شوي و، خو هیڅوک وژل شوي نه دي؛ مګر د مظاهره چیانو له لوري ۴۸ پولیس ټپیان شوي دي.

د ښاغلي ابراهیمي په وینا علیپور، چې په قوماندان شمېر هم مشهور دی، ۳۵۰ غیرمسوول وسله وال لري او اوس د ملي امنیت د ریاست له لوري نیول شوی دی.

لوی درستیز: جنایتکار په هیڅ قوم پورې تړاو نه لري

له اختر محمد ابراهیمي سره په خبري غونډه کې د ملي اردو لوی درستیز جنرال شریف یفتلي هم له مظاهره چیانو وغوښتل چې حکومتي او امنیتي تاسیساتو ته له زیان اړولو لاس واخلي.

ده زیاته کړه، د تلاشۍ پوستو ته اور اچول یا ګډوډي جوړول د منلو نه دي او باید ټول افغانان قانون رعایت کړي.

لوی درستیز د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«کابل د ټول ستر ملت دی، نه د یوه ځانګړي قوم؛ دلته خلک د قانون حاکمیت، ثبات او امن غواړي. یو تورن او جنایتکار په هیڅ قوم پورې که هغه پښتون وي یا تاجک یا هزاره تړاو نه لري.»

په همدې حال کې د ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې قوماندان علیپور یې د یکشنبې په ورځ د کابل په قلعه قاضي سیمه کې نیولی دی.

دې ریاست همداراز ویلي چې قوماندان علي پور د غیرقانوني فعالیتونو، غیرقانوني اخاذیو او شوکو، او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په تور نیول شوی دی.

د علیپور د نیول کېدو خلاف غبرګون

په داسې حال کې چې د کابل په لوېدیځ کې د علیپور پلوي هزاره ګانو نن په دوهمه ورځ د هغه د نیول کېدو خلاف مظاهرو ته دوام ورکړ، د ولسمشر دوهم مرستیال جنرال دوستم، چې له خپل حکومت سره مرورد دی او کار ته نه ځي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د علیپور نیونه مناسبه نه بولي او ممکن له دې کبله په غور ولایت کې ناامني زیاته شي.

د جنرال دوستم یو خپل قوماندان قیصاري، چې په دوبي نیول شوی و، لا هم بندي دی.

ده همداراز ویلي، تجربې ښودلې چې د قوماندانانو نیونې امنیت ته تاوان پېښوي او په فاریاب کې د قوماندان قیصاري له نیول کېدو وروسته حالات خراب شوي دي.

احمد ضیا مسعود بیا تر جنرال دوستم توند عکس العمل ښودلی او ادعا یې کړې چې علیپور د دې لپاره نیول شوی چې د طالبانو او داعش په وړاندې د مقاومت ځواکنونه کمزوري شي.

ده د علیپور د ژر تر ژره خوشي کېدا غوښتنه وکړه.

2 thoughts on “د غیرمسوول قوماندان علیپور پر نیول کېدو غبرګونونه”
  1. دولت قضا لري ، محاکمه لری او څارنوالي نو په مظاهرو جنایتکران يا په جنایت تورن خلا صول ددولت ضعف او ناکامي ده !
    قانون ته ټول انسانان مساوي دي او مظاهرې په دې هکله غیرې قانونی دي او داسې کارونه په ملوک الطوا فئي رژیم کې مروج وي

  2. ” داسې کارونه په ملوک الطوا فئي رژیم کې مروج وي ”

    May be. But in todays Afghanistan anybody who is somebody backed by foreign entities, has more decision making power than the government.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *