سیمکارت

مطبوعاتي خبرپاڼه  

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د اترا ادارې مرستيال محترم سيلاب اميري هم حضور درلود، د افغان بیسیم او MTN مخابراتي شرکتونو د مسؤولينو سره په بازارونو کې د غېر راجستر سيمکارتونو د خرڅلاو او د مخابراتي شرکتونو څخه د هېوادوالو د شکايتونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.

محترم شهزاد آريوبي د يادو شرکتونو مسؤولينو ته په جدي توګه یادونه وکړه چې له دې وروسته په هېڅ دلیل په غېر مجوز توګه د سيمکارتونو پلور د منلو وړ نه دی او هر څه ژر چې کېدلی شي، د اترا ادارې له خوا د جوړې شوې کړنلارې له مخې سيمکارتونه په قانوني توګه تر سره کړي.

په غېر مجوز توګه د سيمکارتونو د پلور په صورت کې به اړوندو شرکتونو توصيه او جریمه  کېږي او د دوام په صورت کې به يې د اترا اداره د فعالیت لايسنس لغو کړي.

ښاغلي آريوبي همدا راز د شرکتونو د مسؤولينو سره د خدماتو د کېفيت او د هېوادوالو د شکايتونو او ستونزو په اړه هم جدي خبرې وکړې او د ستونزو د هر څه ژر حل کېدو غوښتنه مو وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزات ددې تر څنګ په ټولو ولايتونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو ته هدايت ورکړی چې د اترا ادارې ولايتي مسؤولينو د امنيتي نهادونو په همکارۍ ټول غېر مجوز سيمکارتونه راټول کړي او که د وزارت هر کارکوونکی په دې برخه کې غفلت وکړي له دندې به لرې کړل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ولايتي رياستونه مکلف دي چې د د اړوندو مواردو د موجوديت په صورت کې د اړوند شرکت د فروشاتو ياده نمايندګي د اترا ادارې او امنيتي نهادونو په همکارۍ مهرو لاک کړي.

همدا شان ولايتي رياستونه مکلف دي چې سر له نن څخه د اترا ادارې او امنيتي نهادونو په همکارۍ د غېر راجستر سيمکارتونو د را ټولولو کمپاين پېل کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي ددې تر څنګ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په کلکه غوښتنه کړې چې د غېر قانوني سيمکارتونو د پلور د مخنيوي په موخه امنيتي مسؤولين معرفي کړي چې په مرکز او ولاياتو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې سره په همکارۍ د غېر مجوز سيمکارتونو د را ټولولو او د سيمکارتونو د پلور د طرزالعمل په برخه کې همکاري وکړي.


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور د رسنيو سره شريک شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د هېوادوالو او رسنيو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېر یو کال فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکې کړې او تر څنګ د وزارت او افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت هغه کارکوونکو د کارونو ستاينه وکړه چې د وزارت په لاسته راوړنو کې يې مهمه ونډه تر سره کړې وه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېرو درې کلونو کې  لومړي ځل لپاره ۹۲ سلنه پراختيايي بودجه مصرف کړې، په ۱۳۹۷ مالي کال کې وزارت ۸،۷ ميليارده افغانۍ عوايد را تول کړي چې د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی د کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د وزارت په تېر یو کال کې د الکټرونيکي حکومتدارۍ د پراختيا په برخه کې کوټلي ګامونه تر سره کړي چې الکټرونيکي تذکره يې اساس دی، د پاسپورټ اخیستلو چارې ساده او د انلاين سيسټم لپاره لاره هواره شوې او همدا راز به په نږدې وخت کې د ټرافيکو سيسټمونه او چارې هم الکټرونيکي شي.

محترم آريوبی زياته کړه چې د آسان خدمت ادارې د عامه خدماتو لسګونه پروسې ساده کړي او په نوي کال کې به د آسان خدمت مراکز هم جوړ شي چې خلکو ته تر یو چتر لاندې عامه خدمات وړاندې شي، نوموړي وویل چې د مبایل له لارې زرګونه ښوونکي معاشونه اخلي او دا چاره  په چټکۍ سره پر مخ ځي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر وویل چې د نوري فایبر شبکه د پراختيا په حال کې ده، په تېر یو کال کې افغانستان په سيمه ييزه کچه خپلې اړيکې پراخه کړي او په پام کې ده چې افغانستان د سيمه ييز اتصال د نقطې په توګه د انټرنټ په ټرانزيتي څلورلارې بدل شي چې هم به ور سره د انټرنېټ خدمات با کيفيته شي او هم به په بیو کې د پام وړ کمښت راشي.

ښاغلي آريوبی همدا راز انټرنټي معلوماتو د خونديتوب په اړه په وضاحت خبرې وکړې چې اوس مهال د افغانستان ټول انټرنېټي معلومات خوندي او مصؤون دي او تخنيکي ټيمونه په ګډه کار کوي چې په راتلونکي کې د معلوماتو د خونديتوب لپاره خپل ګامونه نور هم جدي کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان پُسټ اداره هم د عصري کېدو په حال کې ده او مرکزي پسته خانه به په نږدې راتلونکي کې په نړيوالو معيارونو د هېوادوالو په خدمت کې وي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د افغان ټېلې کام شرکت عمومي رئیس ښاغلي اجمل عيان او د وزارت رهبري پلاوي د پروګرام په پای کې د وزارت او افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت غوره کارکوونکو ته ستاينلیکونه ورکړل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ۸۹ سلنه جغرافيه د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې ده او نږدې یونیم لک کسان په دغه سکټور کې په دنده بوخت دي.

One thought on “د غیر مجوز سيمکارتونو د پلور او مخابراتي شبکو د ستونزو پ�� اړه مطبوعاتي اعلاميه”
  1. دا خو ډیره ښه خبره ده خو افسوس چی د غدارو پولیس او د هغوی خره امرین به په دغه بهانه ډیر خلک وزوروي او جیبونه به یې لوټ کړي!ا.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *