د انتخاباتي بهیر په اړه د ځینو کړیو له لوري؛

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو وروستۍ ټاکنې چې د وري پر ۱۶مه تر سره شوې د افغان ولس لپاره په ریښتینې معنا یو ویاړ ؤ. د رای اچونې په بهیر کې د ولس پراخ او بیساری ګډون، او له امنیت تر انتخاباتي پروسې پورې په بشپړه توګه د افغانانو په لاس د ټولې پروسې تر سره کیدل، لویه ملي کارنامه وه. په ټاکنو کې د افغان ملت پراخ ګډون دا وښوده چې د ولسواکۍ په برخه کې د ولس باور او تجربه زياته شوې او ولسواک ارزښتونه پياوړي شوي، له ۲۰۱۴ کال سره د نړيوالو ځواکونو د وتلو اړوند اندېښنو سربېره راتلونکې ته هيلې ډېرې شوې، او ولس د جګړې بديل په بشپړه ردوي او غواړي د خپلې ارادې د ازاد تمثيل له لارې خپل برخليک وټاکي. د ټاکنو بريالي ترسره کېدل د راتلونکې نظام له مشروعيت او په نړيواله کچه د افغانستان د دولت له اعتبار سره هم ډېره ژوره مرسته کوي.

په دې کې شک نشته چې ټاکنې خپل نيمګړتياوې هم درلودې، چې د امنيتي ستونزو له کبله د يو شمېر سايټونو بند پاتې کېدل، د رای پاڼو کمېدل او  د يو شمېر کړيو له خوا د ټاکنو په بهير کې لاسوهنې او درغلۍ يې د بېلګې په توګه يادولای شو، خو دا ډول ستونزې چې د نړۍ په امنو او باثباته هېوادونو کې هم ليدل کېږي د افغانستان په څېر جګړه ځپلې هېواد لپاره ډېرې غير معمول نه ښکاري. که چېرې سږنۍ ټاکنې له پنځه کاله وړاندې ټاکنو سره چې،  هلته د نړيوالې ټولنې حضور ډېر پراخ او څرګند و، پرتله شي ډېر د پام وړ پرمختګ او روڼوالی رامنځته شوی دی او ورسره د درغليو او لاسوهنو د څېړنې، ارزونې او د پاکو او ناپاکو رایو د بېلولو لپاره چې اړوند کمیسیونونه عملاْ کار کوي، ولس یې تر ډېره حده پر کړنو باوري دي.

که څه هم تر ټاکنو وړاندې او د ټاکنيزو سياليو پر مهال په وار وار له نوماندانو او د هغوی له پلويانو څخه غوښتنه شوې چې د سياليو پر مهال بايد د افغانستان لوړې ملي ګټې او ملي ارزښتونه په پام کې ونيسي، خو له بده مرغه د انتخاباتو د پایلو او د پاکو او ناپاکو رایو په اړه د ځینو نوماندانو او یا د نوماندانو د پلویانو لخوا چې د اصولي پروسې د تعقیب پر ځای د وینو تویولو، او بحران جوړولو کوم ګواښونه کیږي د مدني ټولنې همغږۍ مرکز او ګڼ شمېر نور مدني بنسټونه په ټوله کې  دغسې څرګندونې او غیر مسوولانه دریځونه په کلکه غندو، له ټولو اړوندو لوریو د افغان دولت، یوناما او نړیوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې د داسې کړیو مخه ونیسي او د ولسواکه بهیر دوام تضمین کړي، له نوماندانو او د دوی له پلویانو په کلکه غواړو چې د پروسې د قانوني بهیر پایلو ته انتظار وباسي، د ولسواکۍ په پروسه کې د وینو تویول، د زور او فشار اعمال، او بحران لاپې او ګواښونه نه ځاییږي.

افغان ولس د ولسواکۍ او اوسني نظام په ساتنه کې په لسګونو زره بچیان قرباني کړي دغه بهیر به همدغسې ساتی، او هیچاته به اجازه ورنکړي چې ددې بهیر په مخه کې خنډ شي او د ولس راتلونکې د څو تنو تر هوسو قربان کړي. زموږ په اند افغان ولس د جګړې ترخې تجربې لري او له همدې امله يې پرېکړه کړې چې په ټاکنو کې د پراخ ګډون له لارې هر زورواکي او جګړه مار ته خپل دا پيغام ورسوي چې نور له جګړې ستړي يو او غواړو د خپلې آزادې ارادې له لارې خپل راتلونکی برخليک وټاکو.

په درناوي د مدني ټولنې همغږۍ مرکز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *