الحاج محمد آصف وردګ او محمد صدیق وردګ زامن؛ الحاج خواجه میر، الحاج روزي خان او الحاج شودومیر وروڼه؛ معلم محمد عارف وردګ لېور؛ د پوهنې مخکینی وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ، په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی انجینر شېرولي وردګ، د وردګ روغتون مشر ډاکټر محمد ولي وردګ، د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محمد غني امین، قاري محمد معصوم وردګ، عبدالواسع وردګ، د ایشیافونډېشن د ادارې د ستراتېژیکو پروګرامونو رییس انجینر فضل ربي وردګ، د عالي مقام د دفتر د اداري چارو مخکینی رئیس ډاکټر عبدالسمېع وردګ، د مالیې وزارت د پالیسۍ د ارزونې رئیس انجینر محمد شفېع حقمل ورېرونه؛ انجینر عبدالعلي نجیمي زوم، انجینر ذبیح الله، حامد وردګ، انجینر احمد فرید قیومي، جاوېد کوټوال او زاهد غورځنګ لمسیان؛ انجینر محمد عثمان افضل، ډاکټر داوود وردګ او رحمان وردګ د لېوره زامن.

د الحاج محمد آصف وردګ او محمد صدیق وردګ د مور د مړینې له کبله چې جنازه یې مخکې خاورو ته سپارل شوې، دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې د نارینه وو فاتحه یې د کب په درېیمه د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند د څلورمې کارتې په شېرشاه سوري جامع جومات کې او د ښځینه وو فاتحه د یاد جومات د ښځو په سالون کې، د ماسپښین له یوې نیمې تر درې نیمو بجو اخیستل کېږي. دوستان دې خبر وي.
انا لله و انا الیه راجعون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *