ښاغلى فاروق سرور د پښتو ژبي او ادب په ميدان کي يو دروند نوم دئ. نوموړى په نړۍ وال ادب کي د ښې مطالعې خاوند او په دې برخه کي ئې په اردو ژبه کي له علمي او ادبي تحليلونو او ليکنو سره اشنا يم.د پښتو ژبي د دغه درانه ليکوال نوم د پښتو لنډي کيسې په ډگر کي هم د ځانگړي يادوني وړ دئ. زه تر اوسه په پښتو ژبه کي د ده د څو داستاني مجموعو لکه لېوه، سکروټي، ماڼوله چاپ څخه خبر يم. څو ورځي مخکي مي په تاند ويبپاڼه کي د ښاغلي سرور يوه سمبوليکه لنډه کيسه ځال ([1]١) ولوسته. د دې کيسې سياسي او هنري ارزښت دې ته وهڅولم، چي پر دې لنډه کيسه څو خبري وکړم.
د ليکني په دې برخه کي د هغو لوستونکو له پاره چي (ځال)کيسه ئې نه ده لوستې، د دې کيسې لنډيز رانقلوم.
د کيسې مرکزي کرکټر تورک نومېږي. د ده اصلي نوم تورجان دئ، خو په کلي کي په تورک مشهور دئ. د ده هر وخت ربړ (غلېل) په لاس کي وي او د کلي د خان له پاره سرگردانه د يو مرغه په ښکار پسي گرځي. د کلي خان د ښايسته مرغانو د ساتلو شوقي دئ. دا مرغه تر نورو مرغانو ډېر ښايسته او قيمتي دئ.
تورک پخوا غل وو، اول به ئې د کلي مېلمانه شکول، بيا به ئې د شپې غلاوي کولې خو کله چي د کلي خلکو ته معلوم سو او ښه ئې وډباوه، نو دا خبره د کلي تر خانه ورسېده. د کلي خان چي د تورک د غلاوو له رسوايۍ سره مخ سي او پوه سي، چي د خلکو خوله ده ته ور اوړي، نو تورک تهد غلاوو پر ځاى د دغه مرغه د نيولو دنده ورسپاري.
تورک د دغه ښايسته مرغه د نيولو له پاره څو رنگه جالونه غوړوي خو داچي دا مرغه ډېر هوښيار او ځيرک دئ، نو په هيڅ ډول د تورک او خان لاس ته نه ورځي. ډېره بده لا دا چي د دې مرغه له راتلو سره اوس نور مرغان لا د تورک په جال کي نه بندېږي.د مرغه دا ياغيتوب خان لا لېونى کوي او آن تر دې بريده رسېږي، چي آخير تورک ته د دې مرغه د وژلو امر کوي. اوس نو د تورک هر وخت ربړ (غلېل) په لاس کي وي او د مرغه د ويشتولو په لټه کي وي. آخير تورک په يو خاص تاکتيک سره مرغه ولي او هغه مړ کېږي.
خان د مرغه په ويشتلو او وژلو ډېر خوشحاله کېږي. دى داسي فکر کوي، لکه خپل يو لوى دښمن چي ئې له منځه وړى وي. له دې وروسته خان او تورک بيا رنگا، رنگ مرغان نيسي.د خان پر کور جم و جوش او مېلمستياوي بيرته شروع کېږي. د تورک هم خولۍ په غوړو کي وي.
د ښايسته مرغه تر وژلو وروسته که څه هم خان او تورک ډېر خوشحاله وي، خو له يوې ستونزي سره مخ وي، هغه داچي دوى هره شپه له وژلي مرغه سره د جنگ بد او بېرونکي خوبونه ويني او دې خوبونو ئې ژوند ور بد خونده کړى وي. بله لا داچي اوس هم د هغه مرغه د نسل نور مرغان باغ ته راځي. دوى هم کټ، مټ هغه خاصيتونه لري، خو خان او تورک ئې سمدستي د خپلو بازانو په منگولو ښکاروي.
کيسه د راوي په دې خبره پاى ته رسېږي، چي د دې ښايسته مرغانو په تقدير کي د سر خوړل ليکلي دي. دوى په هيڅ ډول له خپل ياغيتوب څخه نه راگرځي، چي دا ولي؟
د ښاغلي سرور ډېري لنډي کيسې مي لوستي دي. د نوموړي د کيسو ډېره برخه سمبوليکي کيسې تشکيلوي. د ده نوم د پښتو سمبوليکو کيسه ليکوالو په لومړي قطار کي راځي. زه په پوره باور سره ويلاى سم، چي په پښتو ژبه کي تر ده ډېري سمبوليکي کيسې هيچا نه دي ليکلي.
د ښاغلي فاروق سرور پورتنۍ لنډه کيسه هم يوه سمبوليکه کيسه ده. زما په نظر په دې کيسه کي د کيسې مرکزي کرکټر تورک د گاونډي هيواد د ځينو تورو سياستمدارانو سمبوليک نوم دئ. د تورک غلاوي له دوو هيوادونو سره د دې سياستمدارانو مځکينو (جغرافيايي) شخړو او د مځکو لاندي کولو ته اشاره ده.
کله چي د تورک غلاوو ته د کلي خلک (د نړۍ وال) متوجه کېږي، نو هغوى تورک وهي او ترټي او يو ځوان (د تورو سياستمدارانو گاونډى هيواد) ښه لت هم ورکوي.داچي د هري بدي او وېراني تر شا ډېر کله د يو مشر يا ځواکمن کس کرغېړن لاس موجود، نو په دې کيسه کي هم گوته د کلي خان (د اوسنۍ نړۍ د زبر ځواک سمبول) ته نيول کېږي. د کلي د خان په سر کي چي د مرغانو د آزادۍ د سلبولو نشه موجوده ده، تورک ته د دې کار پر ځاى د خپلي غريزې او فطرت سره سم د آزادو مرغانو د نيولواو د خان په قفس کي د اچولو دنده ورسپاري.
د مرغانو د نيولو په لړ کي خان او تورک يو ښايسته مرغه (په مجموع کي د افغانانو او په ځانگړي ډول د افغانانو د يو مشر له پاره سمبول دئ) د ميرک اکا په باغ کي ويني. د ميرک اکا باغ چي دېوالونه ئې نړېدلي دي او زرغون باغ دئ، د افغانستان له پاره سمبول دئ.
کله چي د کيسې په پاى کي ښايسته مرغه وژل کېږي اود دغه مرغه له نسله څخه نور مرغان هم پر کلي راځي او د کلي خان دا مرغان د خپلو ښکاري بازانو په منگولو ښکاروي، دلته (بازان) د اوسنيو سخت دريځو او ترهگرو ډلو له پاره د سمبول په توگه راوړل سوي دي.
دا ښاغلي فاروق سرور پورتنۍ کيسه په مجموع کي د اوسنۍ نړۍ او په ځانگړي ډول د سيمي اوسنۍ سياسي اوضاع په خپله لمن کي را نغاړي او دا په ډاگه کوي، چي څنگه او ولي په نړۍ کي اوسنۍ ناامني، وژني، ترهگري او تاوتريخوالى رامنځ ته سوى دئ.
په کيسه کي د نړۍ د اوسني زبر ځواک استعمارگرو اهدافو ته اشاره سوې ده او دا ټکى په ډاگه سوى دئ، چي ولي د نړۍ اوسنى زبر ځواک بې وزله او غريب هيوادونه تر خپل ښکېلاک يا استعمار لاندي راولي او په دې هر څه کي له تورک څخه څنگه کار اخلي؟ په کيسه کي په زړه پوري خبره دا ده، چي په دې ټوله ناامنۍ، بې باورۍ او وژنو کي ئې د خان تر څنگ د تورک رول هم ښه په ډاگه سوى دئ.
داچي په پورتنۍ کيسه کي د ليکوال سياسي نظر څونده سم او يا نا سم دئ، يو اوږد بحث دئ. زه دلته تر دې بحث تېرېږم او غواړم چي د دې لنډي کيسې پر هنري اړخ باندي څه ناڅه وږغېږم.
د سمبوليکو لنډو کيسو لويه کاميابي دا بلل کېږي، چي ليکوال د خپلي کيسې له پاره داسي سمبولونه وټاکي، چي د لوستونکو له پاره د فهم وړ وي. داچي د (ځال) لنډي کيسې نژدې ټول سمبولونه ډېر پر ځاى او د فهم وړ دي، نو دا دې لنډي کيسې لويه کاميابي بلل کېداى سي، ځکه په دې کيسه کي د نړۍ او سيمي د اوسني سياسي وضعيت په اړه په سمبوليکه ژبه ښه وضاحت وړاندي سوى دئ.
د سرور صاحب دې کيسې ماته په اردو ژبه کي د تکړه او نامتو پښتون کيسه ليکوال ښاغلي يعقوب شاه غرشين لنډه کيسه (بازگير) را په زړه کړه. په هغه کيسه کي هم د بازانو ښکاريان (استعمارگران) د بازانو په نيولو پسې پښتني سيمو ته راځي. که څوک ماته پر دې دوو کيسو د نظر څرگندولو اجازه راکړي، نو زه به په لنډ ډول ووايم، چي د غرشين صاحب لنډه کيسه (بازگير) د تکنيک له اړخه ډېره ښه کيسه ده او د محترم فاروق سرور صاحب کيسه (ځال) بيا د موضوع د پراخوالي له اړخه ځانگړى ارزښت لري. د دې له پاره چي له خپلي موضوع څخه ليري سوى نه يم، پر دې دوو کيسو همدا لنډه يادونه بس بولم او بيرته د (ځال) لنډي کيسې هنري اړخ ته راگرځم.
(ځال) لنډه کيسه په دې جملو پيل سوې ده:̎̎دا نه معلومېده چي سر به د چا خوري، خو تورک دا مهال ډېر خشمېدلى وو، لکه کړېدلې اروا د کلي په سپېرو کوڅو کښي ګرځېدی. يو زورور غلېل يې په لاس کښي وو چي ګټى تيار پکښې پروت وو او مازي يې د ده اشاره غوښته.̎ دې جملو د کيسې پيل ډېر غښتلى کړى دئ، ځکه کله چي لوستونکى لومړۍ جمله پيل کړي، نو دې ته اړ کېږي، چي کيسه تر پايه ولولي. د يو باتجربه کيسه ليکوال په توگه له ښاغلي سرور صاحب څخه د کيسې له پاره د همداسي پيل د ټاکلو هيله کېده.په دې ځاى کي بله د ستايني وړ خبره دا ده، چي ليکوال د کيسې له پاره يوازي د کيسې د پيل د جملو پر تلوسه بسنه او تکيه نه ده کړې، بلکي د ښايسته مرغه تر وژل کېدو پوري ئې په کيسه کي تلوسه په خورا مهارت سره په تدريجي ډول غښتلې کړې ده. د ليکوال دې کار کيسهد تلوسې له پلوه د کاميابي خوا ته بېولې ده.
ياده سوې کيسه تر ډېره بريده په بيانيه انداز ليکل سوې ده، خو کله، کله ترسيمي شکل هم غوره کوي. دا ترسيمونه او تشبيهات کيسې ته ښکلا ورکوي. د بېلگي په ډول په کيسه کي لولو:̎د غرمې وخت وو، دا مهال د کلي په خالي کوڅو کښي يو دى وو او بل سپېرې دوړي وې، چي دواړه لکه کړهاندي ارواوي پرله ګرځېدل، را ګرځېدل، دوړو خو خورا شور جوړ کړى وو، د ورارو، بورو او کونډو ښځو په شان په چيغو او ماتم وې، خو دى خاموشه وو، البته سترګي يې نه وې خاموشي او د چا په لټون وې او دې شي څرګندوله، چي دى له دننه ډېر ناکراره دى او خورا سره خوړل کېږي هم .̎د لنډي کيسې نوې تيوري دا ايجابوي، چي کيسه ليکوال د کيسې ليکني پر وخت د بيانيه انداز پر ځاى ترسيم ته زياته پاملرنه وکړي. ترسيم کيسه ژوندۍ کوي او د لوستلو پر وخت لوستونکي ته ويډيويي تصويرونه لېږي، نو ځکه د لوستونکو د خوښي او دلچسپۍ وړ گرځي. تمه کېږي، چي زموږ کيسه ليکوال د کيسه ليکني پر وخت د بيانيه انداز پر ځاى ترسيم ته ډېره پاملرنه وکړي.
په (ځال) نومې کيسه کي جزيات نگاري ډېره کمه ده، يا د فوټوگرافرانو په اصطلاح کيسه تر ډېره بريده له ليري ليد (Wide Short) څخه ليکل سوې ده او د نژدې ليد (Close Short) برخه ئې کمه ده. داچي اوسني کيسه ليکوال او لوستونکي په کيسه کي جزيات نگاري ته د کيسې د زينت په سترگه گوري، نو تمه کېده، چي ليکوال دې ټکي ته لږ ډېره پاملرنه کړې واى.
زما په نظر هر ادبي اثر بايد اوج (climax)ولري، خو په داستاني ادبياتو (Fiction) کي د اوج ټکى فرض گڼل کېږي.هر اديب بايد په خپل اثر کي له کلايمکس څخه وروسته خبره بس کړي، خو په داستاني ادبياتو کي د اوج له ټکي څخه وروسته بيان کفر گڼل کېږي. کلايمکس د انتها معنا لري.
د سرور صاحب په لنډه کيسه (ځال) کي چي کله ښايسته مرغه ووژل سي، نو همدا د دې کيسې کلايمکس دئ، ځکه چي په همدې ځاى کي د کيسې اصلي ټکر (Conflict) پاى ته رسېږي، خو د کيسې ليکوال په کيسه کي تر دې وروسته هم ډېري خبري راوړي دي. زما په نظر کاشکي ليکوال پر همدې ځاى کيسه پاى ته رسولې واى او يا ئې تر کلايمکس وروسته خبري حد اکثر په دوو يا درو جملو کي رانغاړلي واى.
په هر صورت د محترم فاروق سرور صاحب دغه لنډه کيسه په مجموع کي د نړۍ او په ځانگړي ډول د افغانستان او سيمي د اوسنۍ اوضاع په اړه ښه سمبوليکه لنډه کيسه ده. په دې کيسه کي ډېر داسي څه ويل سوي، چي نورو اديبانو ئې له ويلو پرهېز کړى دئ. د نوموړي دغه جرات او د کيسې هنريت د ستايني وړ دئ. د پښتو ژبي د سمبوليکو لنډو کيسو په خواره برخه کي د ښاغلي سرور صاحب سمبوليکي کيسې د ځانگړي ارزښت وړ دي، ځکه د نوموړي ټولو کيسو او په ځانگړي ډول سمبوليکو کيسو د پښتو ژبي د داستاني ادب په بډايه کولو کي لوى رول لوبولى دئ. د محترم فاروق سرور صاحب د لا زياتو هنري پنځونو په هيله.
[1]. د جنوبي پښتونخوا پښتانه (جال) په (ځال) تلفُظ کوي او جال د ځيني پښتانه (تور) هم وايي.