تاند- د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت له مرکزي محبسه درې طالب بندیان په تېښته بریالي شوي دي.

طالب بندیانو ته له بهره په پټه وسلې محبس ته رسول شوې وې او دوی پرې درې ساتونکي وژلي دي.

د فاریاب د والي ویندوی احمد جاوید دیدار نن وویل چې دا طالب بندیان تېره شپه د دغه ولایت د مرکز میمنې له بنده تښتېدلي دي.

څلورم طالب بندي، چې هڅه یې کوله وتښتي، له امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.

دیدار وايي چې تښتېدلي بندیان عادي طالبان وو چې د سړک د غاړې د بمونو د اېښودلو په جرم نیول شوي ول.

ویل شوي چې طالب بندیانو د شپې په مخه کله چې ساتونکو بندیان له معمول سره سم شمېرل پر امنیتي کسانو ډزې کړي او لاسي بمونه یې ورغورځولي.

د فاریاب د والي د ویاند په وینا طالب بندیانو ته لږترلږه یوه تمانچه او څو لاسي بمونه په لاس ورغلي وو.

خو د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي چې بندیانو ته ۱۴ ګرنېټونه او ۳ تومانچې له ډېرو مرمیو سره لېږل شوې وې.

قاري یوسف احمدي همداراز ادعا کړې چې په نښته کې ۳ عسکر وژل شوي او ۲ ژوبل شوي دي.

د فاریاب د والي ویاند ښاغلي دیدار وویل چې امنیتي ځواکونو د تښتېدلیو بندیانو د نیولو لپاره عملیات او دغه راز په دې اړه تحقیقات پیل کړي چې محبس ته څرنګه وسله تېره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *