تاند – د فاریاب ولایت د استیناف څارنوالۍ چارواکي وای چې د دغه ولایت د پوهنې رییس او ورسره د بشري منابعو رییس یې د جعل،‌ تزویر او اداري فساد په تور نیولي دي.‌

فرید غوري وایي، د دغه ولایت د پوهنې رییس غلام سخي بیان او د بشري منابعو رییس اسلام الدین حاتمي یې د تزویر او اداري فساد په تور ونیول.‌

د ښاغلي غوري په وینا،‌ چې د دغو کسانو په رګونو کې فساد لارې کړې دي او دا چې د پوهنې رییس تر دې مخکې هم پنځه ځلې له خپلو صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه اخیستې وه.‌

د فاریاب د څارنوالۍ رییس وایي، دغه اداره یوه خپلواکه اداره ده او په دې برخه کې به د هیچا فشار ته غاړه نرمه نه کړي.‌

د شفافیت د نړیوالې ادارې د ۲۰۱۶ کال د ارزونې د راپور په اساس چې د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۲۵مه خپور شو، افغانستان د نړۍ اتم ډېر فاسد هېواد دی. [د شفافیت د نړیوالې ادارې راپور]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *