د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بازارکې د ځان مرګي برید دغندنې په اړه د اجرائیه ریاست دلومړي مرستیال دمطبوعاتي دفتر اعلامیه !

کابل – مرمرینه ماڼۍ- د چنګاښ ۳۱مه

 د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د فاریاب په المار ولسوالۍ کې ځان مرګی برید چې په ترڅ کې يې ګڼ شمیر بیګناه هیواد والو ته مرګ ژوبله واوښته په سختو ټکو وغانده.

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینیر محمدخان وايې چې د هیواد اوسولې دښمنانو یو ځل بیا د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې  د ګڼ شمیر بیګناه افغانانو وینې توي کړي او یو شمیر کورنۍ يې دویر په ټغر کښينولې.

یاد برید چې د فاریاب و لایت د المار ولسوالۍ  په بازار کې دموټر سایکل په واسطه دعاموخلکود تګ راتګ څخه په ډک بازارکې  ترسره شوی له انسانیت او افغانیت څخه پرته بله کومه دښمني نه ده چې د تل په څیر يې د دولت  بې رحمه وسله وال مخالفین ترسره کوي.

د فاریاب په ولایت کې د ترسره شوي برید دغندنې ترڅنګ یوځل بیا په وسله والو مخالفینو غږ کوم چې د بیګناه انسانانو دوینې په تویو لو سره به هیڅکله هم خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیږي.

په یاده پېښه کې  شهیدانو ته د جنت الفردوس، ټپيانوته د عاجلې روغتيا غوښتنه کوم اود زیانمنو شویو کسانوسره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي په ډاګه کوم .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *