ارشیف

تاند- د فاریاب ولایت له غورماچ ولسوالي څخه میمنې ته د امنیتي ځواکونو پر تلونکي کاروان د وسله والو طالبانو د حملې په نتیجه کې د دواړو خواوو ۱۴۹  تنه وژل شوي یا ټپیان دي.

د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي سید عبدالباقي هاشمي نن /سې شنبه/ ډي پي اې خبري اژانس ته وویل، په دې حمله کې د امنیتي ځواکونو ۲۵ غړي وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.

۳۵۰ تنه امنیتي ځواکونه، چې په ۸۰ وسایطو کې له غورماچ ولسوالي څخه د فاریاب مرکز میمنې ته روان ول، د غورماچ او قیصار ترمنځ د چهارشنبې تېپې په سیمه کې د طالبانو له حملې سره مخامخ شول.

په دې نښته کې لږترلږه ۷۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل شوي دي.

له غورماچ څخه د دغو ۳۵۰ امنیتي ځواکونو له وتلو وروسته دا ولسوالي په بشپړ ډ‌ول د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده.

دا ولسوالي په ځلونو د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

د ولایتي شورا یوه بل غړي محمد نادر سیدي وویل چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تېرې شپې په نښته کې د امنیتي ځواکونو له ۱۰ تر ۲۰ وسایط د جګړې په سیمه کې پاتې شول چې وروسته هوايي ځواک پرې بمباري وکړه او ویجاړ یې کړل.

د شاهین قول اردو سرچینې وايي چې د اردو یو هاموې زغرګاډی او یو رینجر ویجاړ شوي او ۳ نور زغرګاډي یې زیانمن شوي دي.

دوی وايي چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *