تاند- اسوشیتید پریس خبري اژانس د افغان استخباراتي سرچینو په قول وايي چې له سوریې څخه د فاطمیون په نوم د جګړه مارو ۱۰ زره غړي افغانستان ته راغلي دي.

دا اژانس د فاطمیون د هغو غړیو له قوله، چې بېرته افغانستان ته تللي او همداراز د استخباراتي سرچینو په قول وايي چې ایران غواړي دا ځواکونه په افغانستان کې د ځان په ګټه استعمال کړي.

د هغوی په منځ کې یو هم مهدي دی، چې له افغانستان څخه ایران ته د دې لپاره تللی و چې له هغه ځایه به اروپا ته ځي خو د ایران د سپاه پاسداران غړیو سوریې ته ولېږه او هلته یې له داعش او د سوریې د حکومت له نورو مخالفانو سره په جګړه کې برخه واخیسته.

مهدي د هرات په یوه شیعه مېشته مېنه کې اسوشیتید پریس ته ویلي چې ۴ کاله په سوریه کې جنګېدلی خو اوس بېرته خپل هیواد ته راغلی دی.

دی وايي«دلته (افغانستان) وېره لرم؛ ځکه چې خپل هیوادوال مې وايي چې موږ تروریستان یوو.»

فاطميون

له سوریې څخه بېرته افغانستان ته راغلي جګړه مار وايي چې له یوې خوا یې د افغانستان امنیتي ځواکونه د نیولو په لټه کې دي ځکه چې هغوی ته خاین ښکاري، له بلې خوا د داعش له ګواښ سره مخامخ دي.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي په وروستیو ورځو کې په فاطمیون ځواک کې شامل افغانان وستایل، ویې ویل چې هغوی د جګړې په میدان کې تر نورو زیات مقاومت درلود.

د افغانستان حکومت د خامنه يي د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې ایران د افغانانو له بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو څخه په استفادې هغوی د سوریې جګړې ته استوي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د فاطمیون په ځواک کې په لسګونه زره افغانان جنګېدلي او هیڅوخت د دې ځواک شمېر له ۱۵ زرو کم شوی نه دی.

دا اژانس وايي، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د سوریې د څو کلونو جګړې په لړ کې لسګونه زره افغانانو ته جنګي روزنه ورکړې ده.

دې اژانس ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه استخباراتي چارواکي ویلي چې د دغو روزل شویو ځواکونو له منځه شاوخوا ۱۰ زره بېرته افغانستان ته ستانه شوي.

اژانس وايي، د افغانستان حکومت او ډېر شنونکي باور لري چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته ایران ممکن د فاطمیون په ځواک کې له جنګېدلیو افغان جګړه مارو څخه د افغانستان د بې ثباتۍ او د خپل نفوذ د ډېرېدا لپاره کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *