په ډېرې خواشينۍ سره مو، د ودان افغانستان ګوند د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د کمېټې، د ژمن و هوډمن مشر(فدامحمد شرفيار) د بې وخته مړينې دردونکی و ځورونکی خبر تر لاسه کړ.
انا الله و انا اليه راجمعون
ارواښاد شرفيار له چټې ځوانۍ څخه تر اخيرې سلګۍ پورې، خپلو لوړو انسانې ارمانونو ته د رسېدو په موخه، نه ستړې کېدونکې منډې و غونډې وکړي او په دې لار کې، د هېڅ راز قربانۍ څخه تر شاه نشو.
ارواښاد خپلو ملې و انسانې ارمانونو ته، د رسېدو يوازنۍ و اخيرنۍ، وسيله و وسله، د ودان افغانستان ګوند علمې کړنلار بلله او باور يې درلود چې ددې ګوند، د تفکر او د سياسې عمل په برخه کې، د دې ګوند نرمښت، د تېريدنې، انعطاف او د نورو سره ګډ کار ته چمتووالی به، د هېواد روان بحران ته د پای ټکی کښېږدي.
ارواښاد شرفيار، د خپلې شرافتمندانه مبارزې او لويې حوصلې په وجه، د ټولو دوستانو و يارانو په زړونو کې ځانګړی ځای درلود؛ په داسې حال کې چې دده ګوندې و غېري ګوندي ملګري، ددې بې مثاله ضايعي له امله د ملا ماتونکې غم شيبې تيروې، د ودان افغانستان ګوند، د هلمند کمېټې ټول غړي، د ارواښاد شرفيار کورنۍ او د ودان افغانستان ګوند، ټولو غړو ته تسليت وړاندې کوي او د ارواښاد لوی روح ته د دعا لاسونه لپه کوي.
په درنښت
ودان افغانستان ګوند
د هلمند ولايتې کمېټه او د بدلون اوونيزي اداره