ای د ځمکې فاتحانو!

د ډېرې،

ژورې يوازې والي،

په وحشتناکه ګړيو کې مې،

احساس کاوه،

چي د يوې مرمۍ،

شلک مې،

ابديت ته لېږي،

 نارې وهم:

ای د ځمکې قهرمانانو!

موږ ته مو،

         خلاصون را نه کړ،

ای د ځمکې فاتحانو!

موږ مو له مرګه،

و نه ژغورلو.

 

آيا شعر له څه نه جوړ دی؟

دريا،

       له څاڅکي،

غر،

    د رېګ له دانې،

ځنګل،

         له بټې،

مينه،

         له ارمان نه جوړه ده،

آيا شعر له څه نه جوړ دي؟

شعر :

له انځورونو او پيامونو.

((زما او ستا مينه))

 

جګړې،

 له هرچا نه  ((څه))، ((څه )) واخيستل،

له کښت،

             نه اوبه،

له ماشوم،

              نه شيدې،

له مسافر،

                نه کور،

له مور نه،

خوب،

له باغچې نه،

                       ګلان،

له شهيد نه،

                     ژوند،

خو داسې څه هم و،

چي جګړې تالا نه کړاي شو:

                 (( زما او ستا مينه))

 

الوتکه

الوتکه،

پخپل بېروحه،

                      بدن،

    او

زيږه آواز سره،

د انسانانو ترمنځ،

وا ټنونه،

              لنډوي،

او

د دوستۍ،

پلونه،

                      جوړوي.

One thought on “– د فدا محمد نظري څو شعرونه”
  1. مننه
    لومړی ځل د آزاد او سپين شعر ډيري ښي نمونې لولم
    مننه له تاند نه
    مننه نظري صاحب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *