شاعرانه الهام
دلته،
شاعرانه الهام،
سهارنی باد دی،
که په ګلونو والوځي،
خوشبويي،
يې دماغ تازه کوي،
که په مرداره برابر شو،
د کلي هوا،
ګډه وډه کړي.
سهارنۍ رڼا
که هر ماښام،
د يوې کوټې تياره،
بله تياره،
نورې تيارې،
ټولې تيارې،
په غېږ کې سره نيسي،
ولې،
سهارنۍ رڼا،
لمر ته ښه راغلي نه وايي.
لڅ لپړ
هر سهار،
د لمر و ړانګه ،
بې له کاليو،
لڅه لپړه،
د ګل پر پاڼه،
او برګ،
پرېوځي،
ولاړه شي،
وناڅي،
ګل په غېږ کې ونيسي،
بېله دې،
چې له اغزي نه ډار ولري،
¨
زه ستا سره،
لکه لمر د ګل سره.
مازديګر
مازديګر،
چې تياره کېږي،
چې لمر په (( تېغو)) وي،
کله چې،
سوړ ماښامنی باد،
د غريبانو زړه،
په کمچينه وهي،
د ګل په زړه خدای خبر وي،
ځکه هغه،
له تيارې نه ډارېږي،
همهاغسې چې پخپله،
تياره له تيارې نه،
وحشت لري
ټوټې[1]
به بڼ کې،
د تاک ريښې،
د بل تاک،
د وينو په زبېښولو،
تورنې نه دي.
¨
صدف،
په پټه،
د درياب،
په ډېرو تياره ګوښو کې،
خورا ځلانده،
ملغلرې،
زېږوي.
¨
رباط،
د لارې پای نه،
بلکې د هغې يوه برخه ده،
چې،
لارويو ته د تګ،
لورې ښيي.
¨
زړي،
د نوي ژوند،
په خوښۍ،
ټول ژمی،
د خاورو تر ساړه بړستن،
لاندې ناڅي.