د سمندر د زړه خروښ
تل ويالې،
رودونو ته ځي،
او
رودونه سمندر ته،
د سمندر،
د زړه خروښ،
د ويالې او رود،
له جوش نه،
ستر دی،
¨
په وياله کې،
لمبا،
لمبا نه ده.
د دار خاده
د کلي ها پلو،
د مردار،
ډنډ ترڅنګ،
په واړه ميدان کې،
هلته چې،
وژونکو،
د دار جګه خاده،
درولې وه،
د سره ګلاب،
نوې،
نيالګي،
راشنه شول،
اوس،
پرهغه سړه اوسپنيزه خاده،
آبي نيلو پر،
را پېچل شوی دی،
¨
نور،
دغه،
د دار خاده نه ده.
ستا سره مينه لرم
د سپېدار،
په جګه ونه،
د کلي،
مين زلمي،
په تېره چاړه،
يو،
« زړه »،
کښلی دی،
بل « غشی »،
هلته،
څو نور توري هم شته:
((ستا سره،
مينه لرم!))
ته لکه لمر،
زه لکه باد
ته،
يې،
لکه لمر،
لکه همدغه،
لمر،
چې،
خپل روښانه بدن،
د شپې په تور پوړني،
پټوي،
تر هغه،
لاندې،
له سترګو نها موې:
خپل ځلانده بشر،
خپل ستوري
او سپوږمۍ،
زه،
يم،
زه،
لکه باد،
لکه همدغه باد،
چې،
له هر پوړني،
نښلي،
تر پوړنو لاندې،
ګرېوانه ته ځي،
د ګرېوانه غوټې،
پرانيزي،
يوه،
دوې،
درې . . .
د سولې پيغام
کړکۍ يې،
ودربول،
ور يې،
و ټکاوه،
کور ته راننوت،
سور ګل يې،
په لاس کې و،
سلام مې،
ورکړ،
راته،
و يې مسل،
ورو يې،
وويل:
((د سولې پيغام را سره دی))،
¨
لکه چې غواړي،
د شپې،
پاته شي.
د سهار نغمه
اوس،
هر سهار،
چوپان،
د:
شرمښ له حملې،
د:
دښتې غلو،
له چپاول،
او:
د اغزيو له وېرې،
پرته،
د تولۍ،
په تازه،
پرده کې،
د سهار د را رسېدو،
نغمه ږغوي.
د مرغۍ اندېښنه
آيا کېدای شي،
دلته،
مرغۍ،
په ځاله کې،
اندېښنه،
و نه لري ؟
د ژمي د يخنۍ له آفت،
د مني د تند باد،
له تېرېدو،
د لوږې او تندې،
له کړاوونو،
د چيچيو د مرګ،
له وېرې،
او د ښکاري،
د لاس،
له وحشته؟