پاګل پتنګ
شمعې،
خپل ټول،
لړمون په لاس کې نيولی،
او سوځي،
د شمع ژوند،
په هغو پاګلو،
پتنګانو خندا ده،
چې د تيارې،
خواله کوي.
ستر بری
واښه،
په اوبو ژوند کوي،
مرغۍ اوبه،
غواړي،
انسانان،
له اوبو نه پرته،
مري،
ستر بری،
د څاڅکي،
په برخه دی،
خو،
څاڅکی بايد،
ځان و پېژني.
اړين واټن
تياره،
به لنډه وي يا اوږده،
خو،
هغه د دوو روښناييو،
ترمنځ،
يو اړين،
واټن دی،
¨
ګوندې،
دغه واټن،
ډېر اړين،
نه شي.
د رڼا کالي
سپوږمۍ،
هرکله،
د رڼا نه جوړ،
کالي اغوندي،
يوازې،
د هغوی د بدلولو،
په وخت،
په ورېځ کې،
رانه پټه شي.
د سپوږمۍ،
د بربنډ والي افسانه،
د پاګلانو،
ټوکه ده.
د ګاونډي لور
ښکلا،
له تور والي،
تښتي،
تور مرچ،
تازه نه وي،
او
چا تر اوسه،
تور قند،
نه دی ليدلی،
خو،
زموږ،
د ګاونډي،
تور وشمه لور،
خورا ښکلې،
ډېره تازه،
او
بېخي،
خوږه ده.