په تاريخ کې رول
په کوټه کې،
و خپل،
څلور کونجه،
دېوالي،
ساعت ته،
وګوره،
کېدای شي هغه،
شا،
يا مخته کړې،
– خو ورو کولای يې
نه شې –
يوه دقيقه،
يو ګړۍ،
يوه ورځ،
ته به و نه،
کولای شې،
هغه:
يوه هفته،
يوه مياشت،
يو کال،
يا يوه پېړۍ،
شاته کړې،¨
منم ،
په تاريخ کې،
ستا رول شته،
خو،
څومره؟
د زړه خبره
موږ،
هره ورځ،
لڅ لپړ،
پياز،
تر تېرې،
چړې لاندې،
تېروو،
– کله هم چاړه،
د هغه سينې ته رسي –
زړه مو هيڅ،
رحم نه لري،
خو،
سترګې مو،
باندې ژاړي،
سترګې،
ډېر لږ،
د زړه خبره مني.
د انسان اختيار
انسان چې،
هرڅه کوي،
اختيار لري،
خو،
مينا،
سهار،
پخپل وخت،
خبرې کوي،
هغه يوازې،
له لمر او آسمان نه،
د بجو پوښتنه کوي،¨
ته چې خپل،
وړوکی لاسي ساعت،
پر څو بجو
کوکوې،
ستا کار دی.
د قهر ((مسکا))
و هر خطر ته،
که توپ وي،
که ټوپک،
که ټانک وي،
که سوټي،
ز ما دفاع ((مسکا)) ده،
¨
قلم،
کاغذ،
کله هم ((توره))
زما مخ ته درېږي،
او د يرغل نه مې ساتي،
خو،
که مې قلم مات شي،
او څوک،
کاغذ را دړې وړې کړي،
((مسکا))
هرکله راسره وي،
زورور په،
(( مسکا)) پوهېږي،
هغوی د قهر (( مسکا)) پېژني،
د قهر(( مسکا))،
د ولس توره ده.
باڼو او سترګې
هر باڼو دې،
نېغ په نېغ ،
په خبرو راځي،
زما له سترګو،
سره ګډ وي،
سره ناڅي،
سره څملي،
يو بل ته،
د زړه حال وايي،
لکه ماشومان چې لوبې کوي،
په خاړپوڅو کې.