نه آشنا
باد،
پخپله،
ګرده شپه،
د تيارې،
او يخنۍ له وحشته،
د کوټې کړکۍ،
را کړپولې،
خو،
ما به هر ځل ورته،
ويل:
نه آشنا!
زه يوازې،
سهار،
رڼا،
او د لمر وړانګو ته،
کړکۍ پرانيزم.
نه پوهېږم
نه پوهېږم،
زموږ په منځ کې،
ولې،
ايمانونه،
يو له بل سره په جګړه کې دي،
امامان،
يو بل نه مني،
انسانان،
يو د بل په ژبه نه پوهېږي،
او هوښيار پښتانه،
يو د بل کورونه سوځي،
لکه چې،
د کوم بل وطن جادوګر،
پر موږ،
ساحري زده کوي.
نور بلور مات شوی دی
ستا،
شونډو ته مې
څو څو ځلې،
ويلي دي:
نور بلوړ،
مات شوی دی،
د جام په څوکه،
په پام پام،
خوله ا يږده.
نوره به جګړه نه وي
نن،
د پسرلي لمر،
او باران،
سره ګډ و،
څاڅکي،
په تلوار،
له پورته رالوېدل،
د باران ږغ ډېر ورو،
خو،
په زانګو کې ماشومانو،
اورېدې،
څاڅکو ويل:
(( مه ډارېږئ!
څو تاسو ستر کېږئ،
نوره به جګړه نه وي ))