تاند- د فراري د لوکسو او قیمتي موټرو خاوند د رېلګادي د جوړولو پرېکړه کړې ده.

دا رېلګاډي به، چې د سپرلیو لپاره راز راز اسانتیاوې لري، د جاپان په ختیځ کې فعالیت پیل کړي.

د فراري له لوري د شیما په نوم جوړېدونکی رېلګاډی به د لوکسو هوټلونو په شان د خاصو مسافرو لپاره سویټونه لري.

په پام کې ده چې په هر رېلګاډي کې د ۳۴ سپرلیو لپاره ۱۷ سویټونه وي. د دغو سویټونو په رستوران کې به مېلمنو ته راز راز خواړه وړاندې کېږي.

پخلنځی او تشنابونه یې هم د د لوکسو هوټلونو په سویه جوړ شوي.

دا رېلګاډي د دې لپاره د جاپان په ختیځ کې په کار پیل کوي چې سیلانیان د جاپان د ختیځ ښکلی طبیعت وویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *