تاند(یکشنبه، د حمل ۳) طبي متخصصانو تبه، ټوخی، سردردي، ځان دردي او ساتنګي تراوسه پورې د کورونا په ویروسو د اخته کسانو تر ټولو څرګندې نښې بللې دي خو په فرانسه کې تازه څېړنو ثابته کړې چې هغه کسان هم په کورونا وایرسو اخته دي چې بوی نه احساسوي یا یې شامه حس کار نه کوي.
دوی وايي، د دې ناروغۍ یوه ځانګړنه دا ده چې پرې اخته کس سمدستي له پښو نه غورځوي او په ځینو مواردو کې دا وایرس یوه میاشت د انسان په بدن کې د نفوذ کولو هڅه کوي تر دې چې ځان حساس ځای یعني سږو ته ورسوي او په دې موده کې دا وایرس تر ډېره نه معلومیږي. نو کېدای شي چې په دې موده کې د تبې، سردردۍ او ټوځي په شان نښې څرګندې نه شي.
متخصصان وايي، په داسې حالت کې ممکن په کورونا د اخته کس شامه حس (د بویولو حس) له کاره ولوېږي نو پکار ده چې دا نښه جدي وګڼل شي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د فرانسې د روغتیا وزیر سالومون (Olivier Veran) د جمعې په ورځ په خپل هیواد کې د کورونا وایرسو په اړه د راپور د وړاندې کولو په مهال وویل«د ستوني، پزې او غوږ متخصصانو، چې په وروستیو ورځو کې یې د کورونا پېښې څېړلي، دې نتیجې ته رسېدلي چې په دې وایرسو د اخته کسانو د بویولو حس په لومړي سر کې ختمیږي.
ده زیاته کړه، د دغو کسانو د بویولو حس په داسې حال کې له کاره لوېږي چې پزه یې هم بنده نه وي.
د ښاغلي (Olivier Veran) په وینا په ځینو مواردو کې د اخته کس ذایقه حس هم له کاره لوېږي.
په همدې حال کې د فرانسې د روغتیا وزیر وايي، د دې معنا دا نه ده چې د کورونا د اکثرو ناروغانو د بویولو حس له منځه ځي؛ ډېر یې ممکن دا حس له لاسه ورنه کړي خو تراوسه پورې د اکثرو کسانو، چې شامه حس یې له کاره لوېدلی د ۲۳ او ۴۵ کلونو ترمنځ ځوانان دي.
د فرانسې د روغتیا وزارت له هغو خلکو، چې د بویولو حس یې ختم شوی، غوښتي چې ځانونه له نورو خلکو جلا (قرنطین) کړي او حتي په خپل کور کې ماسک واغوندي.
دا وزارت وايي چې د شامه حس او کورونا ارتباط د جرمني او امریکا متخصصانو هم تثبیت کړی دی.