تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د هغې ۱۶ کلنې نجلۍ ملاتړ کړی چې اسلام ته د سپکاوي له کبله په مرګ ګواښل شوې ده.
دغې همجنسپالې نجلۍ ته یو مسلمان نارینه سپکاوی کړی، خو بیرته یې په مقابل کې د مکتب دغې ۱۶ کلنې زده کوونکې میلا، اسلام یو کثیف دین بللی چې په اړه یې غبرګونونه راپورته شول.
نوموړې په جنورۍ کې پر خپل انسټاګرام د هجنسپالنې په اړه نظر شریک کړی و چې یو مسلمان نارینه دغې نجلۍ میلا ته کثیفه همجنسپاله خطاب کړی و.
په مقابل کې یې میلا هم دغه مسلمان ته ویلي وو چې اسلام د نفرت او کثافت دین دی، چې له کبله یې نوموړې په جنسي تېري او مرګ وګواښل شوه او نوموړې د دغو ګواښونو له کبله ښوونځي ته تګ پریښود.
له دې وروسته په تازه مرکه کې میلا یوې ټلویزیوني شبکې ته وویل چې د خپلو خبرو په انداز پښیمانه ده، خو په خپله خبره له مسلمانانو بخښنه نه غواړي نه هم پرې پښيمانه ده.
اوس د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د فرانسې دوفینه لیبیره ورځپاڼې ته په مرکه کې ويلي: (( قانون په دې تړاو صراحت لري او هغه دا چې موږ حق لرو کفریات ووایوو، دا قانون په ادیانو د نیوکې او کاریکاتور رسمولو ته اجازه ورکوي.))
دا په داسې حال کې د چې د فرانسې د ۱۷۸۹ کال د انقلاب وروسته په قانون کې ادیانو او مقدسانو ته سپکاوی جرم نه بلل کېږي.
بلی
یو رښتینی او سپېڅلی روشنفکر او روشن ضمیره هم حق لری چی ووائی
غربیان ټول استعمارګران او توطئه ګران وه او نن هم دی
د غربیانو د دموکراسی لاپی یوازی پخپل قلمرو کی د اعتبار وړ دی او د نورو هیوادونو وولسونو ته رښتینی آزادی او خپلواکی نه غواړی
د عراق او سورئی او لیبیا او یمن او افغانستان اوسنی ناورین د همدی غربیانو د پلیدو نقشو او توطئو زیږنده ده