تاند- له هرات څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې، د یوه بس او یوې لارۍ ترمنځ د ټکر په نتیجه کې لږترلږه ۱۴ تنه مړه شول.

د هرات د ترافیک پولیس چارواکي وايي، بس نن له هرات ښاره پلازمېنې کابل ته روان و چې د هرات – کندهار په لویه لاره کې د فراه ولایت په ګلستان ولسوالي کې له یوې لارۍ سره ټکر شو.

د هرات د والي ویندوی محمد نصیر مهري هم پېښه تایید کړه، ویې ویل چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۲ تنه نور ژوبل شوي او د اکثرو حال نازک دی.

له دې جلا پرون /شنبه/ په نیمروز ولایت کې د یوه بس د چپه کېدو له کبله ۴ تنه ځای پر ځای مړه شول او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شول.

په افغانستان کې هر کال په زرګونو تنه په ترافیکی پېښو کې مړه یا ټپیان کېږي.

اکثره ترافیکی پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ، د سړکونو د خرابوالي او له ترافیکي قوانینو سره د موترچلوونکو د نابلدوالي له کبله رامنځته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *