د فراه فریدون کلا

درېمه برخه –

د لاسته راغلو لرغونو توکو له مخی او د لرغون پوهانو د اوسنی نظر پر بنسټ افغانستان پنځوس زره کلن (۵۰۰۰۰کلن) تاریخی قدامت لري . چی په آسیا کې د بشري رهایش او استوګنې خورا لرغونی او قدیمترین مرکز بلل کیږي، همدا ډول لرغونی افغانستان جووت پنځه زره (۵۰۰۰ کلن) سیاسي ، تاریخي او فرهنګي لرغونتیا لری چی دا دوری د کرونو لوژۍ (نیټه لیک) له مخی له مخله پنځګونو دورو څخه عبارت دی لکه ویدي تمدن ، اوستایی تمدن ، یونان ، باختری تمدن ، یونان ، بودایی تمدن او اسلامی تمدن او فرهنګ چی اوس مهال افغانستان په سپیڅلي اسلامي فرهنګ کې شتون لري. ( )
دوریښمو د لارې دنامه وجه:

د وریښمو د لارې د وجه تسمیه او نوموړې په هکله باید وویل سي چي دې زړې لارې ته ځکه د وریښمو لار وایي چي د هماغه لرغونې دورې څخه ډیر اړین جنس چي وریښم و او پردې لاره باندي له چین څخه غرب ته وړل کېده دا لاره هم په دې وجه د وریښمو لار ونومول سول او دا اصطلاح ورته د لومړي ځل لپاره په دوهمه میلادي پیړۍ کې د یوه یونانی سوداګر (مائس تیتیانوس) لخوا و کارول سوه. ( )

د وریښمو د لارې د شروع تاریخ:

د وریښمو لارې د نړی درې امپراتورۍ یو له بله سره وصل کړي وې چې تقریباً پر ټوله نړۍ يې لاس بری او تسلط درلود . دې کې د چین (هان) ټولواکی (امپراتوري) په ختیځ کې ، کوشاني امپیراتوري د آسیا په وسط کي؛ او د روم امپراتوري په غرب کې ؛ ددې دریو امپراتوریو له خوا ددې لویی لارې امنیت ټینګ سوی و، په دې برخه کی کوشانیانو په ځانګړې توګه (کانشکا) ډیر رول درلود د ځینو تاریخي سرچینو پر بنسټ د ورېښمو د لارې موسس همدا لوی کنشکا و.( )

افغانستان هم د وریښمو له خاطره ډېر شهرت او خاص موقیعت درلود، د سوداګرو له مالونو څخه یی ډیر ترانزیټ اخیستل دا چې افغانستان د لارې په زړه او منځ کې واقع و د شمال خواته یې تر ماوارءالنهر او مرو پورې د جنوب خواته تر هند او غرب لورته تر یونان او روم پورې لاره نیمېدله ځکه یې ترانزیټی ګټه ډیره وه.

په ې توکو کی چې د وریښمو پر لار به وړل کېدل د وارداتو تر څنګ د افغانستان ځیني نباتي ، حیواني او معدني محصولات هم صادرېدل لکه لاجورد، عقیق، وړې ، غالې ، او وچه میوه د هیواد له داخل څخه وتل. پنبه خوشبویه نباتي مواد ، نیل او نور د هند څخه ورېښم ،له چین څخه صادرل.( )د شیيان او پکن (بجینګ) څخه پیل د ترکیې تر غربي څنډو د افیزوس او مایلتوس تر بندرونو پورې پای ته رسېده. ټول ټال یی (۳۶۵) دری سوه پنځه شپیته شاوخوا اصلی او فرعی لارې او ښارونه پرې سپاره او غاړو ودان وه. د جنس او مالونو تر څنګ به د بیلابیلو هیوادونو زایرین، سیاهان، هنرمندان، صنعتکاران ، عالمان ، لیکوالان ، متفکران ، اهل حرفه ، معماران ، نقاشان ، مجسمه جوړونکي ، شاعران ، د پیښو او یا د دښتونو لیکونکي او ثبتونکي هم تلل راتلل ، له همدې لارې فرهنګ او تمدن ، د ژوند ډول او مذهبي تبلیغ هم کېده لکه کنشکا چې بوداي دین له دې لارې په چین ، جاپان کوریا او اندونیزیا کې خپور کړ.

فراه د وریښمو پر فرعي لار:

فراه د وریښمو پر فرعي لاره باندې موقیعت درلود هغه چې د چین له شییان( ) څخه پیل کیده پر (تانګ تینګ ) او کانزو ( ) فرعي لار د هند ډهلي او جلندر هم پر فرعی لار موقیعت درلود، پیښور او ټاکسیلايې پر اصلي لاره له قزوین څخه بيا پر څانګو ویشل کېده، یوښاخ یی د آذربایجان او طربوزان او پارس سره نښلېده بل ښاخ یې په همدان او بغداد د موصل ښار نښلوله همداسي د ترکیې د کاپا ، سارد ( ازمیر ) شاوخوا څخه تېرېده. چی د وریښمو له اصلي لاری څخه شمېرل کېدله ، څو میاشتې دې مزله په برکې نیولې ، هغه فرعي لارې چې ورسره نښتي څويې په دي ډول وې:

د هند لاره، پیښور، خیبر، کابل، کندهار، هرات، زرنج، بست ،فـــــــــــــــــراه، هغه لاره چی له طبس څخه پیل کېده، او پر قصدار، سیستان، هرات، یعنی د فـــــــــــــــــراه ځینې جنوبي برخې چې په هرات پوری نښتې وې هم د وریښمو پر فرعي لاره پرتې وې ؛ شک نه لیدل کیږي چي فـــــــــــــراه هم خپل صادرات او واردات درلوده او د ورېښمو له لاري به یې د سیمو له هیوادونو سره راکړه ورکړه کوله ، دا راکړه ورکړه به د اصلې لاری په څېر زیاته هم نه وه ځکه (فـــــــــــــــــراه) د ورېښمو د لارې پر فرعی جاده موقیعت درلود.

فراه په ماقبل اريايې عصر کې

(۷۰۰۰ ـــ ۶۰۰۰ کاله پخوا)
فراه تر اريايانو مخکي ياپه بله وينا ماقبل اريايې عصر کې ، مراد ترې هغه مرحلې دي چې په تيرو کرښو کې مو ولوستل، د دې سرليک څخه مطلب دادی ، سترڅو وښيو ، کله چې اريايان ، د آريانا دې سويل لويديځي سيمې ته نه وه راغلې دلته څوک اوسېدل ؟ څه ډول ژوند يې کاوه ؟ او د وخت په تيرېدو څه سول؟

د لرغونو تاريخي پاڼوڅخه څرګنديږي چې انسان دخپل پرمختګ په وخت کې له ډيرو لويو خنډونو او سترو اقليمي تغيراتو سره مخامخ سوی دی، خوخپل ذکاوت او هڅو ورسره مرسته کړې ده چې خپل د ژوند متمدن او اسانه لورې وټاکي، د ژوند توکي او لوي جوړ کړي ، د ژود په اوږدوکې د اړتيا د اړتيا په وخت ورڅخه استفاده وکړي او خپل ژوند ته دوام ورکړي، انسان د ځان مړولو او ډوډۍ پيداکولو لپاره سخت کارونه وکړل، دطبيعت سره يې مبارزه وکړله ، ترڅو همدا طبيعت او الله جل جلاله پيداکړي څېزونه يې وپيژندل اوپه کاريې واچول، د ډبرو ، مسو او اوسپنې څخه يې دسامان آلاتو جوړ ول زده کړل، د ژويو له پوستکو څخه يې دکاليو جوړولو مهارت زده کړ او ربلول او د جونګړو جوړ ول يې زده کړل دومره لوی اوښتونونه يې منځ ته راوړل چې ديوه نوي عصر پيل يې په ګوته کړ ، هغه چې دنري ډبري عصري يا(نيوليتیک عصر) ( ) ورته وایې. ( )

انسان هيڅکله دخپل ژوند دمبارزې په لاره کې ماته نه ده منلې تل يې دښېګڼو لپاره مبارزه کړې ده، حيرانوونکې دا چې دغه مبارزه چې هم اوږده ، هم د ردونکي او خطر ناکه وه تل بريالی راوتلی دی، پرمخ تللی دی دخپل ژوند د اسانۍ لپاره يې نوې پوهه رامنځته کړې. په حرفي هنر ، علم او ادب کې يې نوې، نوې نظريات ، رامنځته کړي دي ، لنډه داچې انساني کلتور پرمخ درومي ، دهغو خلکو د ډلګۍ کلتور چې ډيره زياته پرمختيايې کړې ده تمدن بلل کېږي ( ) خو تمدن هم خپل بېل پړاوونه وهلې ترڅو د اوج ترټکي رسيدلي دي.

د لرغونپيژندونکو او کلتور پيژندونکو د پلټنو له مخی ، دهغه قبايلو او وګړو د ژوند پوره ډول چې تر اريانانو مخکي يې ، په (هلمند ، فراه) او منځني اسيا نورو سيموکې ژوند کاوه تر او سه پوره نه دی ، پيژندل سوي.

هغه تيندنې چې دفراه په سويلې څنډو شهر سوخته (سوځلي ښار) هغه چې دهلمند او سيستان په غاړو کې ترسره سوي دي او دهغه توکي اوسامان آلات چې له خاورو څخه را ايستل سوي دي ، دټولو دليل دادی چې د(فراه) ، هلمند (سيستان) ، تر اريايانو مخکي اوسېدونکي او نور ګاونډي سيمو دمفرغ او نوي ډبرې عصر له (400 – 200) کاله تر ميلاد مخکي اکثره په مالدارۍ (چوپانۍ) او بزګري باندي بوخت ول .( )

(ډاکتر عيسی بهنام) د دې موضوع اړوندي ليکي چې:
د دې سيمې (فراه ، هلمند ، زرنج) اوسېدونکی تر اريايانو مخکي (۲۹۰۰ کاله) له ميلاده پخوا ، دشمال له طرفه د هلمند سيند ترغاړو هغه چې دښاري استوګنې لپاره مناسب ځای و ، راشوه سول او زرکاله وروسته کله چې د هلمند سيند مسير نغير وکړ ، دې خلکو د پنجاب د دې په لوري مهاجرت او کډوالي پيل کړه او هلته يې د (موهنجو دارو) او د (هاراپه) لويه ټولواکي جوړه کړه.

ويل کېږي چې د فراه او شاوخوا سيمواوسېدونکي تر اريايانو مخکي تور پوستي وه ، چې هغه سکې اوس هم په هند ،نيپال او بنګلديش کې موندل کېږې هغه چې تر اريايانو مخکي له دې ځايه هلته کوچيدلي دي. ( )

علامه حبيبي زياتوي چې ترميلاد (۵۰۰ ــ ۴۰۰ کاله) پخوا دموضوع دوره په آق کپروک ، دکندهار (ديموکراسۍ) او سيستان (هلمند) کې د انڅور سوو ، کود ړو او توکولو دوره ، دکندهار او ګرشک ترمنځ ، په منډيکک او د زرنج په نادعلي ، دبلوچستان په (سيدکلا) او ګل محمدکلا کې د لرغونيو کروندګر و ځای و، له شواهدو معلوميږي چې دا پړاو او ډله کروندګر اريايان نه وه ،بلکي ماقبل اريايې ساکنين وه.

د (۷۰۰ مخکي ترميلاد) په بلخ کې آق کپروک ــ ډيمراسۍ او سيستان (هلمند) کې د توږل سوي ډبري ، خاورينو لوښو او فلزو دوره وه ( )هغه چې په ماقبل اريايې وګړو پوري اړه لري.
نور هم …سته

اخځلیک او لمنلیک :

1) پوهاند، دکتور عزیز احمد پنجشری، افغانستان و راه ابریشم،انتشارات سعید ، کابل، ۱۳۸۷ شمسی ، ص ۲
2) نوموړی یوناني سوداګرتجارتخانه درلودل،د باختر اومدیترانې تر منځ یې وچه لاره کشف کړه ترڅو د وریښمو مرکزونه له غرب سره ونښلي یاد سوداګردا لاره داریانا د کوشانیانو په وخت کی معرفی کړی
3) دکتور پنجشری ، مخکی اثر ، ۱۶۴ مخ
4) استاد کهزاد ، افغانستان د تاریخ په رڼا کی ، ۱۹۷ مخ
5) Guangzhou : Xian
6) Tong ting
7) Neolithic
8) ــ Meolithic Age.
9) ــ دبشريت تاريخ، ژباړن پوهنمل محمد رحيم (روهين) ۱۳۶۵ کابل چاپ ۲ مخ.
10) ــ دبشريت تاريخ، مخکينی اثر. ۴ مخ.
11) ــ دبشريت تاريخ همدا اثر . ۵ مخ.
12) ــ نور الله تالقاني، افغاسنتان ماقبل اريايها، چاپ اول ، مطبعه دولتي کابل ، ۱۳۶۱ شمسي ، ص ، ص : ۶۲ ، ۶۳.
13) ــ علامه ، عبدالحي ، حبيبي ، د افغانستان پيښليک ، لومړی ټوک ، ، لومړی چاپ ، بيقهي دکتاب خپرولو مؤسسه کابل، ۱۳۵۳ لمريز ، ۱ مخ.
14) د بشریت تاریخ ، ژباړن پوهنمل محمدرحیم روهین، ۱۳۶۵ کابل چاپ، ۲ مخ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *