د فراه زوړ ښار او فريدون کلا
(د فراه زوړ ښار او فريدون کلا)

اتمه برخه

فراه ته د اسلام راتګ

(۲۳ــ ۳۹ هجري)

فـــــراه ، د خلفای راشدينو دوره کې:

د اسلام سپېڅلې او مبارک دين په داسي وخت کې  رامنځته سو چې په جزيره عرب کې جهالت او وحشت خپل اوج ته رسېدلی و، عربو به لوڼې ژوندۍ ښخولې، ميندي به يې خرڅولې ، پرکورونو به يې د فشحا بيرغونه رپېدل ، دشرابو څښل عام سوې وه ، ابراهيمي  او عيسوی  او موسوي  د ينونه تحريف سوي وه ، پرمکه مکرمه لوڅ طوافونه کېدل، د بتانو لمانځل عام وه ،هيڅ  ډول انساني  روحي او جسمی  سکون شتون نه درلود، عربان خپله هم ديوه دين او مذهب پابنده نه وه ، عربو کې هم د نورو ملتونو په څېر اور  او بت لمانځنه، دهريت، عيسائيت، يهوديت ، شرک او نورو معتددو دينونو رواج درلود دسلګونو شيانو عبادت يې کاوه ، هر فطري څيزريې خدای ګاڼه، تردې چې له خوږې  اوشيرينۍ  څخه يې هم خدايان جوړ کړې وه ، دمور او خور سره ودونه کېدل، عيسويانو له عيسی عليه السلام څخه خدای جوړ کړی و ، په يهودو کي ، ظلم ، بربريت ، تمه حرص، سودا او نور ناوړه اعمال زيات او عام سوي وو،  خپل ځانونه يې دخدای زمن ګڼل(اعوذبالله)، همداسي په (اريانا – افغانستان) هندوستان او نورشاه وخواسيمو کې د سلګونو او زرګونو بتانو عبارت کېده ، په هرښار کې ځانته حکومت نه وو،  لوټمارۍ، لاروهنه او خپل  منځنۍ جګړې  اوج ته رسېدلی ، اروپا کې ، حکومت دکورنيو جګړو او (عيسايې راهبانو هغه چې دجنت او دوزخ ټکټان) يې ويشل ، په واک کې وو.

په پای کې  داچې  نړۍ په يوه سترناورين کې راګير وه ، يوې رښتي نجاتي لارښووني ته ډير اړتياوه. هغه و چې د ۶۱۰ ميلادي کال د فبرورۍ دمياشتني  پرشپږدم تاريخ د دوشنبې  په ورځ سيدنا حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم په څلويښت کلنۍ کې په پيغمبرۍ مبعوث سو.([1])

د اسلام د سپيڅلې دين د راڅرګنديدو په وخت په ختيځ کې دوې لويې ټولواکۍ (امپراطورۍ) پرځای  پاته وي ، لومړی ساساني دولت چې د(ارد شېر بابکان) پرمټ زموږ دهېواد د کوشانيانو په وخت کې  رامنځته سوې او دپارت (پښت = پښتنو) وروستی پاچاه يې يې په پارس له پښو وغورځاوه او سوکه ــ سوکه يې لويښت او پايښت موندلی و.

دوهم د روم ټولواکي وه چې په لومړی کې يې د (تيبر) د سېند پرغاړه ــ غاړه ظهور کړی و ، ترڅه وخته يې د حکومت ډول  جمهوري  ، وروسته په يوه ټولواکي بدل سو، دمديترايې ټولې څنډی يې ايل (فتح) کړې او يولوی  مدنيت يې رامنځته کړ ، په وروسته کې پرختيځې  او لويديځي  امپراتورۍ و ويشل سوه ، چې ديوه پلازمينه (قسطنطنيه) او بل هغه (روما)([2])د جهاليت په زمانه کې په (عربستان) او قريشو کې  کې منظمه پاچاهي نه وه ، د هيواد ټولي مسئوليتونه په قبيلو ويشل سوي وه .([3])

د اوومې ميلادي ، پيړۍ په لومړي نيمايې کې چې د اسلام مقدس دين رامنځته سو، اريانا(افغانستان) دسميزو حکمرانو  لخوا اداره کېده ، چې د ختيځ  او لويديځ اديانو تراغيزلاندي راغلی و ، دهېواد لويديزه سيمه سيستان (هلمند – فراه) ، هرات او شاوخوا دپارسي (ساسانيانو) د دورې  ترسياسي ، ادبي او ديني  نفوذ لاندي وه ، چې  ژبه يې پهلوي  او دين يې زرتښتي و ، په منځنۍ  اوغريزه ، سيمه کې  کوچني  کوشانيانو او يفتليانو(ابداليانو) پايڅوړ پاتي و ، هغه چې  بودايې  او برهمني  دينونه يې لرل کلتور، دين او آئين يې سيمه آيزه بڼه خپله کړې وه تر اوومې ميلادي  پيړۍ پوري ، داسلام د راتګ تروخته په زموږ په هېواد (اريانا = افغانستان) کي زرتښتي  ، لمر پرستي  ، شيوايې ، مسيحي ، نسطوری ، بودايې ، براهمني  او نورو دينو نو شتون درلود ، ليکدو يې خروشتهي ، پهلوي  ، داناګري سنسګريټ او يوناني  منګولي وو.په دې برخه کې د (فـــراهيانو) دين زرتښتي  او لمر پرستې  و ، لکيدود يې ختيځه برخه کې خرو شتهي  او لويديځه برخه کې څه ناڅه پهلوي  و ([4]) ، کله چې د خلفاوو را شدينو دوره پيل سوه لومړی خليفه ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه([5])وټاکل سو ، د ده په وخت کې اسلامي ځواکونه د خليج فارس ترڅنډو را ورسېدل  ، خو دومره دوام يې ونه کړ.

دهجرت په دوولسم کال حضرت ابوبکرصديق رضی الله تعالی عنه د (الحلاء بن الحضرمي) په مشرۍ يولښکر بحرين ته وليږه (عکرمه بن ابي جهل)يې عمان ته واستاوه ، په همدغه کال  يې (عمروبن العاص) د پياوړي پوځ سره (شام) ته وليږه.([6])

حضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه د ابوبکر صديق د وفات په ورځ دهجرت ديارلسم کال  خليفه سو ، د ده په خلافت کې  اسلام ډېر وغځېدی، ډيری ښارونه فتح او داسلام په مبارک دين  مشرف سول.

دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه په وخت کې (ابوعبيد ثقفي) او دفارس ټول عرب مشران ايل کړل او د (آريانا) لويديځو پولو( هرات ، فراه ، زرنج او هلمند) ته را ورسېدل. عبدالله بن عمر په (۲۳ هجري) دسيستان ولايت او فراه دځايې ملي حاکمانو له لاسه وايست ، په دې وخت کې  د سيميېزو حاکمانو څخه يوتن (ماهوي سوري) و چې په (مرو) کې يې حکومت کاوه غوښتل چې ساساني واکمني له پښو وغور ځوي ، داچې يزدګرد دعرب لښکرو څخه ماته خوړلې وه او د ماهوي آيالت ته راغلی و، ماهوي  ديوه (ژرندګړي) په واسطه  وواژه  ، اسلامي لښکرو  (ماهوي) ته وخت ور نکړ هرات او د (فراه شمالي  برخې ) يې  ونيولې .([7])

 دا وخت د اسلام له پيدايښت څخه د يوې پيړۍ څلورمه برخه نه وه تېره سوې چې د اسلام دوهم سترخليفه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ([8]) د خلافت پرځای کښېناست ، زړه ورو اسلامي لښکرو دپارس  د ساسانيانو زړه شهنشاهي  له پښو وغورځوله .([9])

لکه مخکي چې ورته نغوته وسوه اسلامي لښکر (۲۲ هجري) د لومړي ځل لپاره د  هرات ، فراه او خراسان له لاري د افغانستان خاورې ته را دننه سول ، دعربو دلښکرو لمړی سالار (احنف د قيس تميمي) زوی ، خراسان ته راغی ، نوموړې سالار د (عبدالله بن عامر) لخو ا په ساساني يزد ګر([10] )پسې د طبيسن ([11]) له لاري چې عرب ليکوالو دخراسان دروازه بللې ده ، راورسېده ، خراسانيانو سختې جګړې  ورسره وکړې ، ترډيرو جګړو وروسته يې هرات او د (فراه شمالي برخې) ونيولې ، دهرات حکومت يې (صحار عبدي) ته ورکړ ([12]) دې وخت کې  فراه ديوې مستقلې  سميزي  ادارې لاندي نه وه شمالي برخه يې په (هرات) پوري ، ختيځه او لويديځه برخه يې  په زرنج او هلمند پوري اړونده وه او هرې سيمې  يوسيمه ايز واکمن درلود ، د بېلګې په توګه:

۱ــ رتبيل شاه: د سجستان ، رخج کابل داور ، (= زينداور) او (فراه) ختيځي  برخې په واک کي وي.

۲ــ ايرازان : دهرات ، بادغيس ، پوشنج او دفراه شمالي ، علاقه په واک کې وه.

۳ــ کنار: دنيشاپور شاه.

۴ــ ما هوي رسوي، دمروي واکمن.

۵ــ خرات : دجوزجان.

۶ــ شيرباميان ، وباميان.

۷ــ قيقان شاه: دکلات ، بلوچشتان واکمن او داسي نور… ([13])

عربو چې (۲۲ هجري) کې دخپل پرمختګ اسانتيا ووته کتل ، هغه چې  په ډيري اسانۍ سره مخته ولاړل ، يوعلت يې داوچې  فراهيانو  او نورو ګاونډيو سيمو وګړي ، دپرديو له ښکېلاک ، د واکمنانو او اديانو له تعدد څخه  خسته او تنګ سوې وه کله چې يې  عرب  لښکري وليدې چې په ساساني واکمن پسې  ټوپونه وهي  دوی يې ننداره کول ، که څه هم عرب لښکرې  د دوی له سيمو تېرې سوې اوپه (يزدګر) پسې ترشماله لاړل، دفراه ځايې خلکو يې دې وخت کې ممانعت ونه کړ:

اسلامي لښکرو بل ځل کال په (۲۳ هجري) دخراسان  پرجنوبي  او وسطي  کرښو وړاندي  تګ پيل کړ ، سهل بن عدي او عبدالله بن غسان يې دفارس په کرمان ولايت کې ، عاصم بن عمر تميمي  يې په سيستان (هلمند) ، (فــــــــراه) کې ، حکم بن عمر شعبي د مکران په ولايت راننوتل او سار  په بن رسيم د(نسا) په استقامت کې دطوس د ولايت په شمال کې  په حرکت کې سوه ([14]) داميرالمؤمنين حضرت عمر فاروق دعهدپه پای کې (۲۲ ـ ۲۳ هجري) کال د عربو دلښکر يوې برخې  دعبدالله بن عامر په مشرۍ دکرمان ترنيولو  وروسته پرسجستان (سيستان) ، د(فراه) باندي يرغل وکړ ، دسيستان ساتندوی ، زرنګ (زرنج) په ښارکې  هغه چې دسيستان مرکز و ، ځان کلابند کړ ، داچې د اسلام لښکر تر کندهار ، هند او سيند پوري ورسېد ، د زرنګ ساتندوی  هم روغه وکړه او زرنج يازرنګ ([15]) چې دفــراه سويلي برخې يې  هم په حدودوکې  راتلې لاسته ورغی ، دفراه او زرنج خلکو سوکه ــ سوکه د اسلام په منلو پيل وکړ ، د اسلام عادلانه او منصفانه دين چې د ټول بشريت د هرفرد ، دعزت ، سوکالۍ او نيکمرغۍ لپاره و قبلول او ورګډ سول . بل کال په (۲۴ هجري) کې اميرالمؤمنين حضرت عمر رضی الله تعالی عنه له نړۍ څخه رحلت وکړ ، دخراسان لويديځي پولي او سرحدونه او وه کاله نورهم ارام پاته سول ، ځکه چې درېيم خليفه اميرالمؤمنين حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه په دې وخت کې د افريقا د بربر يانو په سواحلو او د قفقاز ، په ولايتونو کې په پرمختګ او وړاندي تګ بوخت و ، خو دفارس او خراسان (افغانستان) د ولايتونو تامين ته هم متوجه و. دا فرصت يې لانه و پيداکړی چې د عجمو له مملکت څخه هاخواته عسکري سوقيات وکړي.([16])

اخځليک او لمنليک :

  • [1]ـ مولانا محمد ميان ، رحمة الله عليه ، د اسلام تاريخ ، دمولوي محمد غفور پيروز ژباړه. صديقي خپرندويه ټولنه ــ کندهار ، ۱۳۸۷ لمريز، ۴۸ مخ.
  • [1]ــ نجيب الله ، توروايانا ، آريانا يافغانستان ، چاپ سوم ، ۱۳۸۸ شمسي ، ۸۹ مخ.
  • [1]ــ جلال الدين ، عبدالرحمن بن ابي بکر ، السيوطي ، د اسلام دخلفاوو تاريخ ، ژباړه مولوي احمد الله ، ابوالبدر.
  • [1]ــ علامه ، عبدالحی ، حبيبي ، دافغانستان لنډ تاريخ ، ۸۸ مخ.
  • [1]ــ ابوبکر صديق ، دپيغمبر عليه السلام خليفه و ، نوم يې عبدالله بن ابي قحافه و ، په اووم پلار (مُرَّه) کې د پيغمبر عليه السلام سره شريک و. په نارينه وو کې دی لومړی مسلمان دی، د اسلام له منلو د پيغمبرعليه السلام تروفات پوري د ده سره يوځای و ، په ټولو جنګونو کې د پيغمبرعليه السلام سره ملګری و ، ډير زړ ور کس و ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايې ماته د هيچا مال دومره ګټه نه ده رسولې ، لکه د ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه مال چې را رسېدلي ، حضرت عايشې رضی الله تعالی عنها و ويل: ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه په رنګ سپين ، په بدن نری، په مخ کي يې  رګونه ښکاريدل ، سترګې يې  دننه وي ، تندی يې راوتلی و  او ويښتان يې په نکرځو رنګول (السيوطي ، ۳ ، ۴، مخونه) .
  • [1]ــ السيوطي ، مخکينی اثر، ۳۰ مخ.
  • [1]ـ آريانا افغانستان ، مخکنی اثر ، ۹۷ مخ.
  • [1]ـ حضرت عمر د الخطاب زوی ، دنفيل لمسی ، نسب يې لويې ته رسېږي ، کنيه يې نوم يې  ابوحفص اولقب يې فاروق و ، په اووه ويشت کلنۍ  د رسالت ، په شپږم کال يې  د اسلام وياړ په برخه سو دالذهبي  او النووي  په وينا حضرت عمر دفيل ترکال ۱۳ کلونه وروسته زيږيدلی دی، نوموړی دقريشو له مخورو مشرانو څخه و ، کله چې د ه اسلام ومانه داوخت يوازي څلويښت نارينه او يوولس ښځينه مسلمانان سوي وه نوموړي په لسوجنتيانو کې يودی دی، له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې (۵۳۹) حديثونه نقل کړی(السيوطي ، ۴۱ مخ).
  • [1]ــ علامه حبيبي ، د افغانستان لنډتاريخ ، ۹۸ مخ.
  • [1]ــ په عربي تاريخونوکې يزجرد ليکل سوي.
  • [1]ــ دبلاذري په وينا د خراسان تر دروازو طبسين او کرين کلا (حبيبي ، ۹۹).
  • [1]ــ عبدالرؤف ، بينوا، دافغانستان تاريخي پيښې ، لومړی ټوک، د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی، ۱۳۵۴ په افغاسنتان کې د اسلام خپرېدل ، د الفت ژباړه، دوهم چاپ ، ۱۳۸۸ ، ۲۸ مخ.
  • [1]ــ غلام محمد غبار، په افغانستان کې داسلام خپرېدل ، دالفت ژباړه ، ووهم چاپ ، ۱۳۳۸ ، ۲۸ مخ.
  • [1]ــ په افغانستان کې د اسلام خپرېدل ، مخکينی اثر، ۲۶ مخ.
  • [1]ــ علامه ، پوهاند ، عبدالحي حبيبی ، د افغانستان لنډ تاريخ ، ژباړه: ۹۹ مخ.
  • [1]ــ افغانستان کې د اسلام خپرېدل ، دوهم چاپ ، ۲۷ مخ.

[14]ــ په افغانستان کې د اسلام خپرېدل ، مخکينی اثر، ۲۶ مخ.

[15]ــ علامه ، پوهاند ، عبدالحي حبيبی ، د افغانستان لنډ تاريخ ، ژباړه: ۹۹ مخ.

 ——————————–

نورې برخې

2 thoughts on “د فراه تاریخ/ شریف الله دوست (سرواني) – هلمند”
  1. ساروانی صاحب ستر څښتن دي ستا دا خدموتونه په خپل هسک دربار کې قبول وګرځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *