څلورمه برخه
فراه په آرياناکې
له ۵۰۰۰ زره کلن تاريخ سره
د لومړنيو څرګندونو څخه معلومه سوه چې د آريانا لرغوني خاوره دخپل الهي – طبيعې جوړښت له مخي ا ودمساعد موقعيت په لحاظ اباده ، ښېرازه او دلويو ــ لويو مدنيتونو پالونکي خاوره وه ، له دې ښه څرګنديږي چې له ننه لسګونه زره کاله مخکي هم دبشر د استوګنې وړ وه.
هغه اريائيان چې په قبل التاريخ او مابعد تاريخ کې يې په دې هېواد او ګاونډ کې د ژوندانه لومړني مراتب تېر کړي دي، په خپله د آريايانو په دوو مذهبي کتابونو (ويدا) او (اويستا) کې څه معلومات ترې لاسته راغلي ، ځيني معلومات بيا د لرغونو يوناني ليکوالو په کتابو نو کې د آريانا دسيمو په پيژندلو کې له موږ سره مرسته کوي ، چې په هغه کې د (فــــراه) لرغونې سيمه د اريانا په سويل لويديځه برخه کې يې موقعيت درلود هم څرګنديږي.
خو له دې وړاندي چې آريايان له آريانا وريجې ( ) له لاري بخدي (بلخ) ته ورسېدل او دا ځای يې دخپل تهذيب مرکز وباله، نو له اته زره کالو ياهم پنځه زره کاله تر ميلاد مخکي پوري چې د آريايې مهاجرتونو او کډوالۍ دپيل کېدو وخت دی ، څو زره کاله يې په همدې شمالي سيمه کې تير کړي دي ، په تدريج سره دکورنۍ له حالته عشري ، ټبر او قبيلې ، جامعې او لويو ښارونو جوړېدلو مهارت ته رسېدلي دي،لکه اويستاچې بخدي ، لوی ، ښکلې او دلوړو بيرغونو لرونکی ښار بللی دی.( )
اوس به دفراه مواقعيت او حالت په هغو اثارو کې معلوم کړو چې په آريانا کې د آريائيانو له خو ا ليکل سوي دی.
۱ ــ فراه په ريګويدا کې:
(له ميلاده شاوخوا ۱۴۰۰ کاله پخوا)
ريګويدا د آريايانو دمذهبي کتاب ويدا له څلور ګونو ټوکونو او برخو څخه يوه ده ، د ويدا څلور برخي په دې ډول دي:
۱ــ ريګويدا : ۲ ــ ساما ويدا. ۳ــ اتهروا ويدا. ۴ــ يجور ويدا. چې ترټولو پخوانی يې د (ريګ ويدا) برخه ده و دې کې د افغاني قبيلو ، پاچهانو ، نرمياليو خلکو ، چينو غرونو او جغرافيايې ځايونو، نومونه راغلي دي ( ) ويدا تقريبًا د ميلاده څوارلس سوه کاله ۱۴۰۰ ق په لخواپيل ليکل سوي.
ويدا ډيره پاملرنه د آريانا سويل ختيځ او څه شمالي برخې ته کړي ځيني برخي يې په اجمالي او ځيني په تفصيلي توګه خوندي کړې دي، موږ دلته د فراه تاريخي حالت او موقعيت دويدا له مخي په مستقيم ډول نه پيژنو بلکي په غير مستقيم او فرعي ډول يې په ويدا کې څوک لګولای سو.
لکه مخکي چې و ويل سوه : ويدا دهغو سرو دونو چې مذهبي رنګ لري لري او دمناجات په ډول منظوم شکل لري، ټولګه ده ، ماکس مولر ( ) په باور چې (ويدا) دپوهي ، دانايې ، هوښياري او ذکاوت په معنی ده چې په ترکيب له مخي د (مقدسي پوهي مفهوم ورڅخه اخيستل کيږي، دا ټول يو ډول مذهبي تخيلات دي چې په موزون ډول په شعري قالب کې ويل سوي دی.( )
هلته د آريائيانو د مهارجوتونو او کډوالۍ په بحث کې راغلي چې د آريانانو درېيمه ډله خلک د سراسوتي يعني اوسنی ارغنداب سمسوري آبادي سيمي ته تللی دی او د دې ځای په شاوخوا سېمو کې ميشت سوي دي. د اويستا له مخي داسي څرګنديږي چې اريائيان د (آريانا وريجې) څخه ترحرکت وروسته سغديان او مروي ته تللي دي او له هغه ځايه د اکسوس (آمو) په کيڼو غاړوکې په بخدي کي استوګن سوي ، له دې ځايه يوه برخه خلک په نيسابا (ميمنه او اند خوی) لويديځو برخوته تللی او بيا دمرغاب او د هريوا (هرات) کښتنۍ سيمي ته خپاره سوي دي، بله برخه يې د هندوکش له درو څخه تيرسوی او په ويکوتا (کابل) په دره کې همداسي کخره (غزني) په شاوخوا خپاره سوي او استوګن سوي دي. وروسته له هغه څخه د (هري رود) يعني هرات له سند څخه دهلمند د ناوې (فراه ، رزنج) او سراسوتي (هرګاوای) يعني د ارغنداب سيمې ته تللی او استوګن سوي دي.( )
دسراسوتي اراکوتي ياهم ارکوتيا. چې په اراکوزيا (الکوزی) هم ياده سوي حدود يې دسليمان غره څخه پيل کيږی په جنوب کې ګدورزيا ، ته رسيږي ، پايخت يې (آرکوسس ( ) و ، هغه چې دکندهار خواته واقع و.
کرنيل داپنس وايې: برکهوتي = دسنسکريټ سرسوتي = په عربو کې الرخج د هرات او مشهد ترمنځ علاقه وه (دې برخه کې سويل ته فــــراه ) هم راځي چې د آريانايوه برخه وه ، د بيستون په کتيبه کې د فارس سيمه ايريا بلل سو ې وه چې (فراه)هم پکښې راځي او بابلي (عراق) برخه يې (اري ردان) بللې ده.
بل داچې د سراسوتي (آراکوزيا) ځيني شمالي، ختيځي (کيدای سي فراه هم) په ( ۱۴۰ ــ ۱۱۰ کاله) ترميلاد مخکي دمينانور په پاچهۍ کې داخلي سيمې وې ، دجوګرافيګل ډيکشنری په ۷۰ مخ کې ګوماتي سيند ، دسراسوتي (آراکوزيا) له سسيندونو څخه بلل سوي دي.( )
د ويدا د لرغوني برخې ريګويدا د ياداښتونو له مخي د سراسوتي د ارغنداب حوزه ، ترګرشک ، دلارام او فراه پوري يې داسيمه هم کېدای سي په برکي نيول ، لکه مخکي چې و ويل سوه، د ريګويدا سرودونو او سندرو او د ويدي زماني شاعرانو ختيځه او سويلي آريانا ډيره ښه پيژندل ، خو د سراسوتي (ارغنداب) څخه سويل لويديځ ته يې په نوم او جزئياتو کنته نه ده کړې د يادونو وړ ده چې دسراسوتي سيند په ويدي ا دبياتو کي د ډک سيند او ډير اوبه لرونکي سيند په معنی راغلي دي، په دې معنی کې ددې سيند اويستايې نوم (هراويتي) هم تقريبًا همدا معنا اوسنی نوم يې له دوو کلمو (آب) او (ارغنداب) څخه مرکب جوړ سوی دی چې د (قهرجن ، غوصه ناک او چټک) معنی ښندي ، په اصطلاحي لحاظ ورته (مست، خروښنده او ډک سيند) ويل کېږې (هلبرايټ) د دې سره چې د ريګويدا سرسوتي يې (ارغنداب) بللی دی ، دلته يې د دې سيند په حوزه کې د ځينو قبېلو او هغو د جګړو څخه هم يادونه کړې ده چې دوی کې يې د سراسوتي (ارغنداب) ، هيتومنت همداسي تر فراداتا (فراه) پوري غوړېدلي اوميشته قبېله د ريګويدا په سرودونو کې ثبت دی ، هغه چې د (دي وو داستا) دشهزاده سره د برسنا يا(بړيڅو) دقبيلې اوعشرې جګړې د ريګويدا په سرو دونو کې ياد سوي دي ، د دې جنګ ميدان هم په اراکوزي (ارغنداب) کې بولي ، دانوهغه قبېله ده چې تراوسه يې نوم او نښان د هلمند (کلابست) دفتح خان بړيڅي او کرم خان بړيڅي په ډول افسانوکې خوندي دي، هغه چې له بُست څخه تر فراه پوري يې فعاليت درلود ، همداسي ترهغه پوري تللي دي.
په غيرمستقيم ډول په ريګويداکې دفراه او ياهم دهغه ځای کې ديوې ګډې ميشتې قبيلې (بړيڅو) د ژوند په هکله معلوماتونه شتون لري ، دانظريه دنولسمې ميلادي پيړۍ به دوهمه نيمايې کې انګريز سرتيري مسټر جي پي ټيټ ( ) دسيستان قومونو او خرابو او د توپوګرافي او تاريخ په اړه څېړنې کړي دي ، دخپل کتاب په څلورم ټوک کې ليکي: ((د افغان ديوې قبيلې په اړه چې هغه به يې بړيڅ ( ) بلکه ، دغه قبيله د چقنسور ( ) په منطقه او دهلمند په ګرځيدو ځای کې د نادعلي ترڅنګ اوسېدله خو اوس د هلمند دناوې په هغو ځايونو کې چې (لنډي بړيڅې) او (پلالک) نوميږي اوپه نورو ځايونو کې اوسيږي دوی له دې ځايه د (شيرانيانو= سروانيان؟) سره بلې منطقې ته چې ښوراوک نوميږي ، لاړل ، خلک يې زمينداوره او اوښ لرونکی دی ، له هغه زمانو (کېدای سي د ورېښمنو دلارې) چې تجارت ترډېره د بلوچستان (اوبياهند) سره دحيواناتو او څارويو په ذريعه کېده د بړيڅو څاوري او حيوانات په مقاومت او قوت کې ساری نه درلود.
په ۸۷ ــ ۱۸۸۶ م کلونو کې يې ماته (جي پي ټيټ) ته و ويل چې موږ بړيڅان په ډيرو پخوانيو زمانو کې د لمر لويده (پرېواته) له خوا څخه دلته راغلي دي.( )
له پورتنيو يادونو څخه معلومه سوه چې بړيڅي يوه (پښتني) قبېله ده هغه چې په (ويدي عصر ) کې دهلمند په دواړو خواوو کې خواره او پراته وه او خپل ژوند يې د بزګرۍ او مالدارۍ له لاري مخته وړي دتاريخپوهانو ډير احتمالات پردې سته چې اوسني بړيڅي هماغه ويدايې (د ريګويدا) ، د بريسايا) قبيله ده يې د ريکويو د سرور دونو په زمانه کې د ارغنداب او هلمند ترمنځ ځمکو کې اوسېدله او د زمانې په تيريدو سره د دغې قبيلي دخلکو شمېرزيات سو او زياتو د دغو سېندونو په حوزو کې خپاره سوي دي ، همداسي ترغزيانو د برم او پرتم په ترزمانې پوري په همدې ځايو کې پاته سوي دي ، په داسي حال کې چې د مالدارۍ او کوچيتوب ژوند يې درلود د هلمند په اوږ دو کې (چې فراه هم پکې شامله وه ) خپاره سوي دي.( )
نور هم سته
اخځلیک او لمنلیک:
1) ــ ارينه ويجه چې په پښتو ژبه کې تراوسه ويجه د (ټاټوبي) او استوګني په معنی ده ، دتاريخپوهانو په باور چې دپامير سيمي ، دخوارزم شاوخوا او دخور سيدندګي څنډوته ويل کېده ، د ډاکتر ګوستاولوبون په وينا چې ژبه يې آريک وه .
2) ــ استاد کهزاد ، د افغانستان پخواني تاريخ ، لومړی ټوک 1334 لمريز ، ۱۳۴ ، ۱۳۳ مخونه.
3) ــ علامه ، عبدالحي حبيبي ، د افغانستان لند تاريخ ، دبينوا ژباړه، دوهم چاپ ، دانش خپرنډوينه ټولنه ، ۱۳۸۲ لمريز ۱۰ مخ.
4) ــ Max muler .
5) ــ استاد کهزاد ، د افغانستان پخواني تاريخ :۲ مخ.
6) ــ استاد کهزاد ، مخکيني اثر، ۵۱ مخ.
7) ــ Arachotis آرکوس د آرکوتيس (ارغنداب) سيند پرغاړه د دې ، سيمې مرکز و ، د اليترابو په وينا موقعيت يې له۲۵۰ دوه سوه پنځوس ميله له هغه نقطې څخه ليري و ، چې د دې لاري يې د اورتسپانا(کابل) په شمال کې سره يوځای کېدی. اراکوتس ، څه کم له (بروفتازيا) څخه (۴۷۰ ميله) ليري د اراکوزيا (سراسولي) په ولايت کې يومهم ښار و ، د آراکوتس سيند يې چې له غاړو تيرېده ، هم په همدې ناه يادېده، دانوم په زندکې Haraquaiti دی چې دسنګريت له Saraswati له کلمې سره يوشی بلل کيږي او د رود خانو له پاه عام نوم و.
8) مبرنوف M.Burnouf اوسنی هلمند د اويستا هيتومنت د سنسکريت سيتومنت او آراکو تس يونوم بللی دی ، خوداسي ليدل کېږې چې آراکوتس همدا ارغنداب دی ، ويل کېږې چې آراکوتس (راسمي راميس) اباد کړی دی چې زاړه پاته شوني دم کورت M. Courtپه وينا د ارغستان سيند پرغاړه Arghastan کندهار د ښکارپور دروازي په څلور فرسنګي کې موقعيت لري، د اراکوتس نوم دمرکزاو ولایت په توګه د الرخج Arokhaj په کلمه کې هم خوندي دی ، ځيني ګمان کوي چې د الرخج رېښه يوناني ده ، ابن حوقل دخپلې مسافر ۍ په لاره کې له سيستان څخه دغزني په لور او دې ځايه د روهه Roha روهج له Rohaj او ياښايې روخج Rokhaj څخه يادونه کوي. يوه بله لرغونې دوه سيمه چې ورهيلا افغان ورڅخه راکوچېدلي دي هم شتون لري (خو هغه بيل بحث دی).
9) د لرغونو جغرافيه ليکونکو دليکونو له مخي څرګندیږي چې آراکوتس همدا (ارغنداب) دی چې په لرغوني عصرکې مهم ښار و.
10) وګورئ شهرهای آريانا، دمحمد عثمان صدقي ۱۳، ۱۴، ۱۵ ، مخونه ).
11) داسترابو موقعيت او فاصله پيلني په څه تغير سره ښېې او ليکي چې ۲۲۵ دريايې ميله چې د انګريزی ۴۰۴ ميله انډول کيږي. (وګورئ ، آريانا ، دکهزاد اثر ۱۰۸ مخ).
12) : Geography Dictionary
13) ــ علامه عبدالشکور ، رشاد دکندهار ياداښتونه ، لومړی ټوک ، دافغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، جرمني ۱۳۸۶ لمريز، ۷۳ مخ.
14) ــ G.P.Tate :
15) ــ Barech .
16) ــ چخانسور په اوسني اصطلاح کې.
17) ــ استاد کهزاد ، د افغانستان پخواني تاريخ ، ۱۲۹ ــ ۱۳۰ مخونه .
18) ــ استاد کهزاد ، مخکيني اثر ، ۱۳۱ مخ.
——————————