تاند، جمعه، د سنبلې ۱۵مه: افغان امنیتي چارواکي وايي، پر فراه ښار له تېرې شپې راهیسې د طالبانو بریدونو کې یې د دغې ډلې ۷۵ جنګیالي وژلي دي.

طالبانو له تېرې نیمې شپې راهیسې پر فراه ښار له څلورو خواو بریدونه پیل کړل چې څو ساعته جګړه کې یې د ملي اردو یوه پوسته وسوځوله او تر امنیه قومندانۍ پورې ورسېدل.

خو دفاع وزارت وايي، په ځوابي عملیاتو کې یې طالبان له باغ پل، د جلب و جذب له قومندانۍ او د څلورمې حوزې له شاوخوا سیمو نه شړلي او سیمه یې بیرته پاکه کړې ده.

دفاع وزارت د نننۍ جګړې په تړاو تاند ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې عملیاتو کې یې د مهمو قومندانانو په ګډون ۷۵ طالبان وژلي، مړي یې په میدان پاتې دي او ۳۰ نور ټپیان دي.

بلخوا کورنیو چارو وزارت هم تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې ویلي چې نننۍ جګړه کې فراه لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال ملا نوراحمد چکاني وژل شوی دی.

دواړو وزارتونو ویلي، طالبان په بشپړ ډول د فراه ښار د سقوط په هڅه کې مات شوي او اوس دوی د ښار په څنډو کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
خو طالبانو تر اوسه د فراه د جګړې په تړاو ډېر څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *