تاند- د فراه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو د بخش اباد بند په جوړېدو کې د حکومت د ملاتړ ژمنه وکړه.
د فراه د پُشت رود، بالابلوک، خاک سفید او بکوا ولسوالیو مشرانو نن /دوشنبه/ د فراه له چارواکو سره په یوه غونډه کې د بخش اباد بند د جوړېدو ملاتړ وکړ، ویې ویل چې که حکومت پر دغه بند کار پیل کړي، ولسونه به یې په ساتنه کې مرسته وکړي.
ویل کېږي چې دا بند د دې لپاره چې د ایران پلوو یاغیانو له لوري پرې بریدونه کېږي، په ځلونو ځنډول شوی دی.
خو اوس د فراه قومي مشران وايي چې د دغه بند په اړه یې له وسله والو طالبانو سره خبرې کړي او هغوی یې دې ته تیار کړي چې پر بند به حمله نه کوي.
د بخش اباد بند د جوړېدو په صورت کې د فراه تر ۱۰۰ هکتاره زیاته مځکه خړوبېدای شي.
د فراه والي اصف ننګ د فراه قومی مشرانو ته وویل چې د بند د جوړولو لپاره هڅه کوي چې نوره بودجه پیدا کړي خو د بند د جوړېدو لپاره ولسي ملاتړ خورا مهم دی.
د بخش اباد بند د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې دی. دغه بند ته د فراه رود اوبه بهېږي.
د دغه بند د ډیزاین او سروې قرارداد د سږ کال په جون میاشت کې په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې له یوې ایټالیايي کمپنۍ سره شوی او د دې کمپنۍ انجنیران فراه ته رسېدلي دي.
دا بند به د جوړېدو په صورت کې ۱۳۶۰ ملیون متر معکب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري.
د افغانستان حکومت تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې د کجکي بند د پراختیا قرارداد لاسلیک کړ چې د اجرا کېدو په صورت کې به د کجکي د برېښنا تولید تر ۱۴۰ میګاواټو واوړي.
همداراز نن ارګ اعلان وکړ چې الکوزي ګروپ موافقه کړې چې د سروبي دوهم برېښناکوټ په ۳۰۰ ملیون ډالره پانګونې جوړ کړي.
دا بند به ۱۸۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.