تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: د فراه د مرستیال والي مسعود بختاور پلار تورنجنرال عبدالجلیل بختاور چې د حامد کرزي په وخت کې د دغه ولایت امنیه قومندان هم پاتې شوی و، تازه له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

د بختاور کورنۍ ته نږدې سرچینې تاند ته وايي، عبدالجلیل بختاور خپل پلویان او یوه اندازه وسلې هم طالبانو ته ور وړې دي او هغوی ورته په بالابلوک کې د هرکلي او تسلیمۍ د ورکړې ځانګړي مراسم هم نیولي وو.

د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع هم وايي، چې عبدالجلیل  بختاور له ځان سره طالبانو ته خپل پلویان او وسلې هم ور وړې دي، خو د طالبانو لخوا په خپرو شویو انځورونو کې نښکاري چې له ښاغلي بختاور سره نور خپل کسان هم شته.

د فراه د والي مرستیال مسعود بختاور په دې اړه تر اوسه کوم نظر نه دی ورکړی خو د جلیل بختاور ورور او د ولایتي شورا رئیس فرید بختاور د طالبانو سرسخت مخالف او دوه کاله وړاندې د رایو د صندوقونو د انتقال پر مهال د ملي ځواکونو د یوې څرخکې د سقوط پېښه کې ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *