تاند- افغان امنیتي ځواکونه د فراه ولایت د مرکز په شاوخوا کې له وسله والو طالبانو سره جګړې ته دوام ورکوي.

وسله والو طالبانو پرون د فراه د مرکز په لمنو کې پر کلیو او امنیتي بوستو بریدونه پیل کړل.

د فراه امنیتی چارواکي د طالبانو بریدونه تاییدوي، وايي، د دې ولایت د مرکز په نوبهار او رج سیمو کې نن هم د وسله والو مخالفانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر محمدغوث مالیار وویل چې په دې سیمه کې شاوخوا دوه سوه تنه وسله وال طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.

د ده په وینا، وروسته له دې چې طالبان د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه په نیولو کې باتې راغلل، د فراه نیولو ته یې پام اړولی او په دې هیله یط بریدونه پیل کړي چې د یوه ولایت مرکز ونیسي.

ښاغلی مالیار وايي کماندو ځواکونه په فراه کې د مېشتو امنیتي ځواکونو ملاتړ ته رسېدلي او د طالبانو د پرمختګ مخه یې نیولې ده. مالیار په دې جګړه کې د افغان ځواکونو او طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی دا جګړه د عمری عملیاتو یوه برخه بللی ده.

طالبانو دغه راز ادعا کړې چې د عمري عملیاتو په لړ کې یې د کندهار په میوند ولسوالي کې یو کنډک نیولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *