نیټه ۱۰/۶/۱۳۹۲
نن د فراه والی الحاج محمد عمر شیرزاد د یو تعداد قومی مشرانو سره په داسي حال کي ولیده چي دقومونوسرحداتو اوقبایلو ریس او دسولی دولایتی کمیټي مسول هم حضور درلود.
غونډه دقران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه ورپسي دقومونوسرحداتو اوقبایلو ریس خبري وکړي قومي مشران یی معرفي کړله بیا دسولي دولایتي کمیټي مسول دغونډي اجندا واوروله.ورپسي څو تنو قومي مشرانو لکه اغان جان ،حقین صاحب،فیض محمد حاجی دوست محمد او بورجان خبري وکړي. نوموړو هریوه په خپل خوار دعمومي شاهراه پروضیعت خبري وکړي او ددي وروستۍ پیښو لکه دتانکرانو حریق پرپولیسو حمله او نور مشکلات یی په ډاګه کړه. نوموړو زیاته کړه زموږ هیله او خواهش دادی چي دنورو سیمو په ډول دشاهراه امنیت هم د ډاډ وړشي او خپله هرډول همکاري اعلان کړه.
وروسته دفراه محترم والی خبري وکړي ددوی څخه مننه وکړه چي دفراه ولایت دمرکز او ولسوالیو دښه امنیت په خاطر یی تل نیکی مشوري اولارښوني کړیدي .والی وویله رښتیا هم په دي ورستیوکي پر عمومي شاهراه څه پیښي وشوي خو دا ددي مانا نلري چي ګواکي امنیتی ځواکونه کارنکوي په همدي موخه پولیس ساحي ته تللی وه چي خپلي پوستي چک کړي او هغه لاري ولټوي چي امنیت ښه شي، خو دوسله والو دکمین سره مخ شوه، چي له بده مرغه قرباني موورکړه. اوس هم هڅي رواني دي چي عمومي شاهراه ښه شي ترڅو خلک د ارام ژوند احساس وکړي .
په پای کي بیاهم خلکو خپله هر ډول همکاري اعلان کړه او زیاته کړه چي موږ قومي مشران دټولو نهادونو سره ګورو ترڅو دامنیت په بهبود کي ښه کارونه ترسره کړي . غوڼده وروسته تردي چي پریادو قومي مشرانو ډالي وویشي په دعایی سره پای ته ورسیده .