پنجشنبه، د غويي ۲۷ مه
پوهنې وزارت په فراه ولایت کې د موجودو شدیدو امنیتي اندېښنو او د ګرانو زده کوونکو، ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو د خوندیتوب په موخه اعلانوي، چې ددې ولایت ښوونځي او ښوونیز مراکز د شرایطو تر ښه کېدو پورې رخصت دي.
د فراه ولایت پوهنې ریاست ته هدایت ورکول کېږي، چې د امنیتي ستونزو تر پایته رسېدو او له مرکزه تر بل هدايت پورې (د روژې تر پايه) درسونه او ازموینې وځنډوي او کله، چې شرایط مساعدشي، د تعلیمي مراکزو دروازې دې بېرته پرانیزي.
پوهنې وزارت د روژې د مبارکې میاشتې په برکت له لوی خدایه غواړي، چې په فراه کې زموږ د هیوادوالو ساتنه وکړي او له ټول هیواده د جګړې ټغر ټول کړي.
درنښت
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست