د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالی کی کابو ۵۰ تنو بزګرانو د ولسوالی د مقام په مرستي سره پر یوي لویی ویالي چې ټوله بالابلوک ولسوالی ته اوبه ورکوی کار پیل کړ.

دغه ویاله له ډیری مودی راهیسي نه وه کار شوی او بزګرانو له دی اړخه ګڼي ستونزي درلودي خو د ولسوالی مقام دوی وهڅول چې خپل ویاله کار کړي.

دفراه ولایت د بالابلوک ولسوال ملاسیدمحمد وایي چې د حشر لپاره ځیني اړین توکي د ولسوالۍ مقام برابر کړی او بزګرانو په رضاګارانه ډول دغه حشر پیل کړی دی.

د ولسوال په خبره دغه حشر که له یوي خوا په بالابلوک ولسوالی کی پخواني عنعنه ژوندي کوی خو له بلی خوا د خلګو تر منځ اتحاد او یووالي هم رامنځ ته کوي. ولسوال وايي پلان لري چې په راتلوونکي کي هم دا ډول پروګرامونه د خلګو د ژوند د ښه والی لپاره جوړ کړي.

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالی یوه کرهنزه سیمه ده او کابو ۹۰ سلنه خلګ یي په کرهنه بوخت دی. د دوی لویه ستونزه د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو نشتون دی چې د ویالو په کارولو سره دغه ستونزه حل کیدای شي.

عبدالرحمان ژوندی دفراه دوالی ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *