تاند- له فراه څخه ورکړای شوي راپورونه وايي چې امریکايي الوتکو د یکشنبې په ورځ د دې ولایت په بکواه ولسوالي کې لږترلږه ۵۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /دوشنبه/ وویل چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په بکواه ولسوالي کې د طالبانو د مخدرو موادو ۶۸ لابراتوارونه ویجاړ کړي، ۱۵۰ طالبان یې وژلي او ۴۰ نور ژوبل کړي دي.

خو طالبان وايي چې د ناټو ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا ۵۰ ملکیان وژل شوي دي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې د ناټو ځواکونو د فراه د بکواه ولسوالي پر (شکین، پلوشه او سپین کارېز) کلیو بمبارۍ کړي او ګڼ شمېر ملکیان یې وژلي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په همدغو کلیو کې د طالبانو د مخدرو موادو لابراتوارونه ویجاړ شوي او پکې مېشت طالبان وژل شوي یا ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو د دغو لابراتوارونو له درکه د ورځې یو ملیون ډالر عاید درلود.

د فراه د ولایتي شورا غړي تاییدوي چې په بمبارۍ کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو اکثره وژل شوي کسان طالبان دي.

د بکواه ولسوال عبدالغفور مجاهد وايي چې په دې برید ډېر طالبان وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *