تاند- له فراه پرته د افغانستان په نورو سیمو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ په خیر تېره شوه.
د فراه چارواکي وايي چې د پرچمن ولسوالۍ په یوه جومات کې د اېښودل شوي بم په چاودنه کې ۲۷ تنه ژوبل شوي دي.
د فراه د والي اصف ننګ په وینا دا پېښه نن /پنجشنبه/ سهار د پرچمن ولسوالۍ د سرمشکان کلي په جومات کې د لوی اختر د لمانځه په مهال وشوه.
د ښاغلي ننګ په وینا بم د ریموټ کنټرول په وسیله چاودول شوی دی.
ویل شوي چې په ټپیانو کې د ۵ تنو حال نازک دی او د درملنې لپاره کندهار ته بېول شوي دي.
تراوسه پوري کومې ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. پخوا دا ډول بریدونه یوازې طالبانو کول خو اوس نه یوازې طالبان په څو ډلو وېشل شوي بلکې داعش هم پرې زیات شوی دی.