تاند- د فراه ولایت د مرکز له شاوخوا څخه د وسله والو طالبانو د شاته کېدو د خبرونو له خپرېدو وروسته د دغه ښار اوسېدونکي نن /شنبه/ واټونو ته راووتل او خوشالۍ یې وکړې.
د فراه امنیتي چارواکي وايي چې طالبان د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د ښار له شاوخوا سیمو شاتګ ته اړ وتلي دي.
فراهي ښاریانو د دې خبر له اورېدو وروسته خوشالۍ وکړې او افغان امنیتي ځواکونه یې په دې وستایل چې د دوی ښار یې د طالبانو له یرغله وساته.
طالبانو تر دې وړاندې د کندوز ښار دوه ځلي ونیوه او دواړه واره د طالبانو لاس ته د کندوز لوېدا د دغه ښار اوسېدونکو ته د سر و مال د درنو تاوانونو په بیه تمام شو.
په زرګونو کندوزوال لا هم په ګاونډیو ولایتونو کې په خورا بدو شرایطو کې مهاجر دي.

د فراه خلکو هم سخته وېره لرله چې ښار به یې د جګړې په میدان او کنډوالو بدل شي.
په وروستی ورځو کې د فراه ښار اکثره دوکانونه د طالبانو د یرغل له وېرې بند شوي او ګڼ خلک له ښاره نورو سیمو ته تښتېدلي وو.
سره له دې چې د فراه چارواکي د ښار له شاوخوا څخه د طالبانو د شړلو خبره کوي خو ځیني راپورونه وايي چې لا هم ښار ته څو نژدې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي او د طالبانو خطر یو مخ له منځه نه دی تللی.