تاند- د فراه امنیتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو نن /پنجشنبه/ د فراه ولایت مرکز فراه ښار په لمنو کې د وسله والو طالبانو پراخې حملې وځپلې.

د فراه ولایتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو سهار وختي د فراه ښار په لمنو کې د رج، پُل باغ او شوراباد پر سیمو بریدونه پیل کړل خو د امنیتي ځواکونو لیکې یې ماتې نه کړای شوې.

د فراه والي محمد اصف ننګ نن رسنیو ته وویل چې په دې جګړو کې وسله والو طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي او شاتګ ته اړ وتلي دي.

ویل شوي چې دې جګړې څو ساعته دوام وکړ.

ښاغلی ننګ وايي چې احتمالاً ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او تقریباً همدومره نور ژوبل شوي دي.

ده د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

له تېرو شاوخوا ۱۰ ورځو راهیسي طالبان هڅه کوي چې د فراه ولایت مرکز فراه ښار ونیسي.

دا ډله د لشکرګاه ښار د نیولو لپاره هم ورته هلې ځلې کوي خو تراوسه بریالۍ شوې نه ده، مګر کندوز ښار یې د لنډ وخت لپاره ونیوه چې به نتیجه کې یې په سلګونو کندوزوال ټپیان یا ووژل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *