د ایران خارجه وزیر ډاکتر جواد ظریف د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو په وخت وویل چې ایران چمتو دی چې پاکستان ته د چاه بهار بندر په انکشاف کې برخه ورکړي او چاه بهار بندر په پاکستان کې له ګوادر سره د وچې او سمندر له لارې وصل کړي. ده دا هم وویل چې ایران د پاکستان او چین تر منځ په اقتصادي کوریدور ( سپیک) کې شرکت ته تیار دی.

 پاکستان چې د ایران د چاه بهار بندر په انکشاف کې د هند په پراخه ونډه خوشحاله نه دی، په وروستیو میاشتو کې تر پخوا زیات سعودي عربستان ته مایل شوی دی. ایران په تیرو کلونو کې له هند سره د خپلو اړیکو په باب د پاکستان تشویشونو ته چندان اهمیت نه دی ورکړی خو د جواد ظریف په وروستي سفر کې معلومه شوه چې ایران د پاکستان د خوشحالولو په لټه کې دی.

 ظریف په پاکستان کې د خپل درې ورځني سفر په وخت دا هم وویل چې په چاه بهار بند کې هند ته برخه ورکول دا مانا نلري چې پاکستان ته صدمه ورسیږي. د ایران خاوره به هیڅ وخت د پاکستان په خلاف استعمال نه شي. ظریف زیاته کړه:« له هند سره زموږ تعلقات داسې دي لکه له پاکستان سره د سعودي تعلقات. له هند سره زموږ اړیکې د پاکستان په خلاف نه دي، لکه څنګه چې موږ پوهیږو چې له سعودي سره د پاکستان تعلقات د ایران خلاف نه دي.»

 ظریف د پاکستان لپاره د خوشحالوونکو خبرو په ترڅ کې له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د پایپ لاین د پروژې یادونه هم وکړه. دغه پروژه د امریکا د مخالفت په وجه ځنډېدلې ده او د ټاپي په عملي کېدو سره به یې کار په ټپه ودرېږي. لکه څومره چې ټاپي د افغانستان لپاره اهمیت لري، هغومره د ایران او پاکستان د ګازو پایپ لاین د ایران لپاره مهمه پروژه ده. ایران غواړي د جنوبي اسیا د انرژي په ډیر لوی بازار کې اول نقش ولوبوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره بهترینه لاره دا ده چې د ایران او پاکستان تر منځ د ګازو نل لیکه جوړه شي. پاکستان د دې نل لیکې له جوړېدو سره موافقه کړې وه خو په ایران باندې د امریکا فشارونو او بندیزونو د دې پروژې عملي کول ځنډولي دي.  اوس چې د ټاپي د پروژې د عملي کیدو امکان زیات شوی دی ، په ایران باندې اور بل شوی دی او د ټاپي د مخنیوي لپاره یې خپل خارجه وزیر پاکستان ته استولی دی.

 البته، کاشکې خبره همدومره وای. ایران د دې لپاره چې انرژي ته سخته تږې جنوبي اسیا د خپلو ګازو مشتري کړي، په فراه کې هم جنګ پیل کړی دی چې ټاپي ناکامه کړي.

  طالبان چې د ګاونډیو هیوادونو لپاره د کرایې د ټټوانو وظیفه تر سره کوي، که څه هم په خوله وایي چې د ټاپي پروژې حمایت به کوي خو له کومې ورځې چې څو اونۍ له مخه د ټاپي کار په افغانستان کې پیل شوی دی، د ټاپي پروژې په مسیر کې حملو ته زور ورکړی دی او دا ځل یې د ایران د اهدافو د پوره کولو لپاره په تیرو څو اونیو کې په فراه او نوره جنوب لویدیځه حوزه کې د سلګونو افغانانو وینې بهولې دي.

 فراه په ټاپي سربیره یوه بله ګناه هم لري او هغه د بخش اباد بند دی چې ایران یې له جوړولو سره سخت حساسیت لری. دغه بند په فراه کې د لکونو جریبو زمکو د خړوبولو ظرفیت لري او په فراه کې د زراعتي انقلاب سبب کیږي خو ایران چې د افغانستان په اوبو خپل کښتونه اوبوي، د بخش اباد د جوړولو مخالفت کوي او د مخالفت ذریعه یې همدا د طالبانو په ذریعه د سیمې ناکراره ساتل دي.

 په فراه کې امنیتي مقامات وایي چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره پرمختللې روسي وسلې زیاتې شوې دي. مثلا طالبانو داسې وسلې پیدا کړي دي چې په شپه کې هدف په دقیقه معلومولای شي او په لیزر سنبالې دي. د فراه د ولایتي شورا د ځینو غړیو په قول، د افغانستان امنیتي قواوو ته ډیره صدمه د همدغو نویو روسي وسلو په مټ رسېدلې ده. ویل کېږي چې دغه وسلې د ایران له خوا او د روسیې په خوښه طالبانو ته ورکول شوې دي.

 په فراه کې د ګمرګ غله، د هیروینو قاچاقبر او ځینې نور عوامل هم د دغه ولایت په ناامنیو کې برخه لري خو د  ناامنیو اصلي علت  د بخش اباد بند له جوړولو او له ټاپي پروژې سره د ایران مخالفت بللای شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *