لیکوال عبد الرحمن نظري:

افغانانو تل د تاریخ په اوږدو کې اسلام او خپل دود او کلتور په سرښندونو او د سر په بدل کې ساتلي دي. مونږ نړۍ ته وښودله چې افغان یواځینی ملت دی چې د نړۍ زبرځواکونو ته یې سینه سپر کړه، ځان، مال، اهل و عیال، او هر څه یې قربان کړل خو اشغال ګر یې پرینښودل چې ددې وطن د اشغال درواغژن خوب ریښتینی کړي او دا متدین ملت فحشا او کفري کړنو ته ثوق کړي. دا به مبالغه نه وي چې په نړۍ که یوازې افغان ملت ځان د سوره توبه د ۱۱۰ ایت مصداق ګرځولی دی، پدغه ایت کې الله د یوې معاملې خبره کوي او فرمايي چې ما د مؤمنانو نه د هغوۍ مالونه او ځانونه د جنت په بدل کې رانیولي دي ځکه چې هغوۍ به د الله په لار کې جهاد کوي، کفار به قتلوي او خپله به هم شهیدان کیږي او بیا الله پاک رسول الله صل الله علیه وسلم ته فرمایي چې دغه معامله کونکو مسلمانانو ته ددې معاملې زیری ورکړه ځکه چې دغه معامله د دوۍ لپاره ستره لاس ته  راوړنه او بری دی.

نړۍ ګواه ده چې افغانانو ملیونونه شهیدان ورکړل، ښځې کونډې شوې بچي یتیمان شول، ورونه او خویندې مو معذور شول، خیر غوښتلو ته کیناستلو خو په دین مو هیڅ کفري طاقت سره معامله ونکړه. زما د دفتر یو ملګری په ۲۰۱۲ کال کې اردن ته د داخل خدمت روزنې لپاره تللی وو. هغه راته کیسه کوله چې یوه شپه یې د هوټل لار غلطه کړه او په غیر قصدي ډول په یوه نظامي پوسته برابر شو، نو سرتیري ودراوه خو کله چې اردنی سرتیر پوه شو چې دا افغان دی نو لاسونه یې ورته ښکل کړل او ورته یې وویل چې تاسې ډیر مبارک خلک او د اسلامي نړۍ ویاړ یاست. د ملګري د کیسې په اوریدلو مې د حضرت عمر رضی الله عنه هغه قول رایاد شو چې ویل به یېإنا كنا أذل قوم فأعزنا الله بالإسلام؛ مونږ یو ذلیل قوم وو خو الله راته د اسلام د وجهې عزت راکړ، نو خبره مې دا کوله چې افغانانو تل نړۍ ته دا پیغام ورکړی ده چې مونږ تر هر څه تیریدلی شو خو د دین څخه نه، او همدغه وجه ده چې اسلامي نړۍ تل د افغان ملت قدر او احترام د دوۍ د سرښندنو او قربانیو د وجهې کړی دی، (زه د اسلامي نړۍ د دولتونو په اړه نه بلکه د وګړو په اړه وایم).

پدې ملت چې به کله کفارو یرغل راوړو نو د ملالۍ غوندې میندې به د خپلو بچو ترڅنګ د جګړې په لومړۍ لیکه کې ولاړې وې او هغوۍ به یې ننګول چې کفارو او یرغلګرو ته ماته و نه مني او کله چې دې ملت د ناپوهۍ او د غفلت د وجهې د دین پرځای بدعاتو او خرافاتو ته مخه کړه نو هماغه وه چې د فرخندې په نوم خور راپاڅیده، ځان یې په وینو کې لت پت کړ او د خپل خوږ پیغمبر رسول الله مبارک د طایف د سفر سنت یې را ژوندی کړ، ځان يې اور ته واچاوه، د خپل نیکه ابراهیم علیه السلام سنت یې راژوندی کړ خو ساحران او کاهنان یې پرینښودل چې د دیني لارښوونکو بڼه غوره او افغان ملت د دینو اوامرو او احکامو پرځای په بدعاتو او خرافاتو روږدي کړي.

پرون چې د فرخندې شهیدې د شهادت څلویښتمه ورځ وه نو یو څو فاحشو، بد کارو، جسم، کلتور او اسلام پلورونکو لنډه غرو د احتجاج په ډول د فرخندې شهادت د سلګونو خلکو په وړاندې تمثیل کړ. نجلۍ په لوڅ سر، شکیدلي ګریوان، زړه راښکونکو جامو سره د لنډه غرو هلکانو مخې ته پرته وه، چا ور باندې تیږې غورځولې، چا پرې تیل پاشل او چا ورته د اور اچولو تمثیل کولو.

وه د خدای لپاره! ولې مونږ دې حالت ته ورسیدلو؟ ولې ورځ تر بلې خپل هویت ختموو او ځان نړۍ تر لویدیځوالو زیات دیموکرات او سیکولر ورپیژنو؟ څه شول هغه خلک چې د جهاد رهبري به یې کوله چې نن ددې فحشا او بې حیايۍ مخه ونیسي؟

 چا اوسپنیز کوناټي او سینې واچولې او په ښار کې پرته د کومې ویرې وګرځیدل، چا پرتوګ وویستلو او په یو کمیس کې یې د کابل سیټي سنټر چکرې ووهلې، او اوس دا دی د مسجد او د صحابه کرامو د مزار په حریم کې خلک فحشا ته بلل کیږي خو مونږ ټول غلي ناست یو.

a

زمونږ اسلافو به قبلې خوا ته پښې نه غځولې او دا به یې د قبلې بې ادبي او بې احترامي ګڼله خو نن د بیت الله د منارو لاندې زانیان او فاحشان راغونډيږي او په اسلام او دیني اوامرو ملنډې وهي. د امام شافعی رحمه الله په مناقبو کې راځي چې کله به د امام ابو حنیفه رحمه الله د قبر زیارت ته راغی نو احتراماً به یې د حنفي فقهې د اصولو سره سم لمونځ کولو، خو نن څوک د پیغمبر علیه السلام د اصحابو د مزار احترام نلري. په دغه دوه قبرونو کې یو د رسول الله مبارک د تره د لمسي لیث بن قیس بن عباس رضی الله عنه دی او بل د عبد الرحمن بن اشعث رضی الله عنه دی چا چې دې خاورې ته د اسلام بله ډیوه راوړه خو نن د هغوۍ په ګاونډ کې د هغوۍ په دین ریشخند وهل کیږي، او د شهیدې فرخندې سره د غمرازۍ په نوم خلک فحشا او بې دینۍ ته رابلل کیږي.

که د مدني ټولنو همدا دنده وي نو بیا خو دېته مونږ هیڅکله اسلامي مدنیت نشو ویلی بلکه د دوۍ د کړنو پربنسټ مونږ دوۍ ته فاحشې، ډمې او سیکولر ټولنې ویلی شو. که چیرته د دوۍ موخه یوازې غمرازي او د شهیدې فرخندې په حق کې د عدالت پلي کولو ملاتړ وي نو بیا ولې دا فاحشې ټولنې په بدخشان کې زمونږ د مظلومو سرتیرو په بې رحمانه شهادت چوپه خوله پاتې شول؟ ولې په هر ښار او هره کوڅه کې دولت ضد مظاهرې نکوي تر څو دولت دې ته اړ کړي چې د پراخیدونکي ناامنۍ مخه ونیسي؟

کندز د سقوط په حالت کې دی، جګړه د جنوب نه شمال ته وغزیده، کله مو په زابل کې وطنوال برمته کیږي او کله د جلال اباد په لار. د ملي یووالي حکومت یو کلن شو خو تر اوسه مو نه والیان ټاکل شوي او نه د دفاع وزیر او هره ورځ د ع او غ تر مینځ په شخصي مفاداتو جګړه روانه وي خو تش په نوم مدني ټولنو کله هم دا جرائت ونکړ چې ددغه پورته حقایقو په اړه دولت وپوښتي او اړ یې کړي تر څو هیواد ددې ناورین څخه بیغمه کړي.

خو حقیقت دا دی چې دا پلورل شوې ټولنې نه د چا د مړینې او نه هم د وطن د بربادۍ په غم کې دي، ��وۍ ته د همدې لپاره فنډ او پیسې ورکول کیږي چې په مختلفو بهانو د افغانستان په غیور او متدین ملت کې فحشا خپره کړي. خو زه د افغانستان د اسلامي دولت په مشرتابه، د حج او اوقافو په وزارت، علماوو او مخلصو مسلمانانو غږ کوم چې پورته شۍ او ددې فجایعو په مخنیوي کې یو د بل سره لاس ورکړۍ.

زه خپلې لیکنې ته د حضرت عمر رضی الله عنه د پورتني قول په پاتې برخه خاتمه ورکوم چې هغوۍ وفرمایل ؛فمهما نطلب العزة بغير ما أعزنا الله به أذلنا الله؛ که چیرته مونږ پرته د هغه څه نه (اسلام) چې مونږ ته پرې الله پاک عزت راکړی په بل څه کې عزت ولټوو نو مونږ به لوی څښتن ذلیل کړي. دا اوس هم چې په وطن کې څه روان دي دا زمونږ د اعمالو زیږنده ده ځکه چې د رسول الله مبارک حدیث دی چې ستاسې اعمال ستاسې سربراهان دي نو که چیرته مونږ د پورته ذکر شوي منکر مخه و نه نیسو نو لیرې نده چې خدای مکړه په نورو ډول ډول عذابونو اخته شو.

لاندني څو انځورونه مې د بی بی سي فارسي ویپاڼې څخه راخیستي دي کوم چې د شهیدې فرخندې د شهادت تمثیلي ننداره کې د حیا او عفت پلورونکو کړنې په ډاګه کوي.

3 thoughts on “د فرخندې د شهادت په څلویښتۍ کې بیا د کابل د ډمو بازار ګرم شو”
  1. عبد الرحمن نظري صاحب دیر ه ښکلی لیکنه ده
    کاش هغه ډمان د یاد کړی وای چه دا کار یی کړی دی ستاسی لیکنه اصلی موضوع ته نه دی متواجه بلکی فرغی موضوغ مو تشریح کړی ده هغه چه چه دا بی ننګه عمل کړی دی هغه مو هیڅ نه دی تشریح کړی چه چه د ظالم ظلم غندلی دی هغی ته مو ډمان ویلی دی که ستا په عوض زه وای ما به د جنایت کونکی ته بد رد ویلی وه او د هغوی محاکمه به می غوښتی وای ، که ستا په ځای زه وای ما به د بدخشان د سربازانو قاتیلان غندلی وای چه جنایت یی کړی دی چه د افغانستان دولت ، تاسی د اصلی مجرم د نوم څخه تیر شوی یاست او فرغی خلکو چه وخشیت غندی په ضید مو قلم پورته کړی دی

  2. عبد الرحمن نظري صاحب دیر ه ښکلی لیکنه ده
    کاش هغه ډمان د یاد کړی وای چه دا کار یی کړی دی ستاسی لیکنه اصلی موضوع ته نه دی متواجه بلکی فرغی موضوغ مو تشریح کړی ده هغه چه چه دا بی ننګه عمل کړی دی هغه مو هیڅ نه دی تشریح کړی چه چه د ظالم ظلم غندلی دی هغی ته مو ډمان ویلی دی که ستا په عوض زه وای ما به د جنایت کونکی ته بد رد ویلی وه او د هغوی محاکمه به می غوښتی وای ، که ستا په ځای زه وای ما به د بدخشان د سربازانو قاتیلان غندلی وای چه جنایت یی کړی دی نه د افغانستان دولت ، تاسی د اصلی مجرم د نوم څخه تیر شوی یاست او فرغی خلکو چه وخشیت غندی په ضید مو قلم پورته کړی دی

  3. محترم نظری صیب تاسو ته دی الله د دی لیکنی اجر در کړی په رشتیا چی د یو ریښتونی مومن د زړه درد او احساس تا په خپله لیکنه کی رانغښتی. زه هم دا لاندی څو کرښی ستاسو د نیکو احساساتو په اړوند لیکم
    ایا د فرخندی په پل د تللو لپاره به دا مناسب وی چی د څو ځوانانو ترمنځ ځان بی حجابه او د ریا نه ډکی پیخی او تمثیل وکړه؟

    ایا د دی زیارتونوڅخه طوافونه د همدغه بی ستره او بی حجابه انسانانونه کار نه دی؟ او همدوی د دی بیعمله منجاورانو لاس
    نیوی ته قطار ناست نه وی؟ چی اخر د دی خرافاتو مقابل کی فرخنده قربانی شوه
    (بس همغه خبره ده چی لالا هم (همد) کوی او (همدا

    همدا مدنی ټولنی دی کله په اسلامی حجاب او کله د اسلامی ټولنی په اصولو ملنډی وهی خلک احساساتی کړی او بیا په خړو اوبو کی همدوی ماهیان نیسی
    آخر کی به دا ووایم که څوک د فرخندی شهیدی دفاع کوی هغه باید د دغه خرافاتو مخنیوی د پاره مبارزه وکړی د کومو خرافاتو په مقابل کی چی فرخندی خپل ځان قربانی کړ
    الله دی هرمومن ته د نیکۍ هدایت وکړی
    وسلام
    اتمانزۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *