تاند د فرخندې د قتل په تړاو ۱۱ افغان پولیسو ته نن په کابل کې د محکمې قاضي یو – یو کال قید اعلان کړ.
د ابتداییه محکمې قاضي صفي الله مجددي دا یوولس تنه پولیس په وظیفه کې په غفلت ګناهګار وبلل. خو ۸ تنه نور پولیس یې د شواهدو د نشتوالي له کبله تبریه کړل.
فرخنده د مارچ په نولسمه نېټه د کابل په شاه دوشمشیره زیارت کې په دې ادعا چې قرآن کریم یې سوځولی دی، د ګڼو خلکو له لوري په وهلو ووژل شوه او بیا یې مړي ته اور ورته کړای شو.
د ۲۷ کلنې فرخندې د قتل په تړاو د ۴۹ تورنو کسانو په منځ کې ۱۹ تنه پولیس ول.
دې بې رحمانه پېښې په افغانستان کې د خلکو غوسه وپاروله او د لومړي ځل لپاره د ښځو د حقونو پلویان له ښځو سره د زور زیاتي په وړاندې د اعتراض لپاره واټونو ته راووتل.
د روانې میاشتې په پیل کې د فرخندې د قتل په تړاو ۴ تنه په اعدام او ۸ تنه په ۱۶ کاله قیدم محکوم شول خو ۱۸ نورو ته برات ورکړای شو.