لېډينګ سټوري/اداره
ولسمشر اشرف غني په خپل ټاکنیز کمپاین کې خلکو ته د ښې حکومتولۍ او فساد له منځه وړو ژمنې ورکړې وې، واک ته له رسېدو سره سم یې په یوه سلسله داسې اقداماتو لاس پورې کړ چې په رښتیا سره سړي ته دا امیدواري ور کوي چې خپلې
وعدې به عملي کوي.
ولسمشر یو ځل په هرات کې ډیر شمېر په بې کفایتۍ تورن چارواکي په ډله یېزه توګه له دندو ګوښه کړل؛ د فراه والي محمد عمر شېرزاد یې هم له چوکۍ وغوځاوه او هم یې څارنوالۍ ته معرفي کړ، په کابل کې یې د ځینو امنیتي حوزو چارواکي لیري کړل او نور.
اوس یې په هلمند ولایت کې د ګرمسیر ولسوال ایوب عمر عمرې، امنیه قومندان توریالی او د ملي امنیت مدیر د فساد په تور له دندو څخه برطرفه کړل او د ولایت مرستیال والي محمد جان رسولیار ژمنه کړې چې دوی به عدلي وقضایې ارګانو ته معرفي شي.
ویل کیږي چې دوی د کابل له خوا د فساد په تور له دندو شړل شوي دي ځکه دوی به له خلکو څخه د تاریاک کرلو په بدل کې میلیونونه افغانۍ رشوت اخیست.
جالبه خو داده چې څو وخت مخکې له پارلمانه راغلي یو شمېر وکیلان او ځیني مدني فعالان په ګرمسیر ولسوالۍ هغې غونډې ته تللي ول چې ولسوال او امنیه قومندان پکښې خلکو ته د کاري شفافیت په باب ګزارش او په ضمن کې ګواکي حساب ور کاوه، د غونډې رپوټ لومړی په آزادۍ راډیو او بیا د بدلون اونیزې په ۲۳ ګڼه کې خپور شو، هغه مهال داسي فکر کېده چې له ځینو وکیلانو سره لکه په رشتیا چې د ولس غم دی او غواړي پر چارواکو ولس ته د حساب ورکولو لپاره فشار واچوي خو ډیر ژر ولیده شوه هغه چارواکې چې دوی د حساب ور کړي په نوم غونډه کې پاک معرفي کړي ول ډیر ژریې د فساد بوی تر مرکزه ورسېد؛ که چیري په قضایی تحقیقاتو کې پر دوی باندې لګېدلي تورونه ثابت شول نو باید چې ور سره شریک پارلماني وکیلان او مدني فعالان هم په جواب ویلو مجبور کړه شي، که دا کار و نه شي نو معنا به یې داوي چې دوی هم سم په فساد ورسره شریک دي.
له بده مرغه چې یو شمېره تش په نوم قومي مشران اوس د دغو ګوښه کړه شویو چارواکو د دفاع او خلاصون لپاره هره ورځ د هلمند ولا یتې شورا ته ورځي؛ شنونکي هیله لري چې د ولس رښتیني مشران باید د ولس د حیثیت دفاع وکړي نه دا چې له غلو سره د جوال خوله نیسي؛ څو عمر مخکې چې د فراه والي محمد عمر شېرزاد د ښکاره او ثابت فساد په تور له وظیفي لیري شو نو په کابل کې یې لوی کندهار شورا ته پنا یووړه چې دی له څارنوالۍ او عدلي تحقیقه وژغوري، هغوی خو ولسمشر غني ته د شفاعت جرئت نه شوای کولای بیا یې فیصله وکړه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ورشي او ځنې وغواړي چې پر اشرف غني فشار واچوي چې شېرزاد معاف کړي، ددې مسلی پر سر بیا د لوی کندهار شورا د مشرانو تر منځ ناندرۍ هم رامنځته شوې او یو شمېر کسان له شورا ووتل.
په پایله کې دا ویل کېدای شي چې باید د فاسدو چارواکو په لیري کولو، قاچاقبرانو، غاصبانو او نورو ناقانونه زورور د عدلي تعقیب په مواردو کې د ملي وحدت حکومت ملاتړ وشي ځکه همدا فساد پېشه چارواکې او بې کنټروله زورور دي چې پر ولس یې ځمکه سره تبۍ ګرځولې او طالب، داعش او هر بل افراطي او ترهګر ته یې د افغانستان او افغان انسان د تباهۍ زمینه سازه کړې ده.
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴